Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران فرانسې او بریټانیا ته د هرمز تنګي په تړاو خبرداری ورکړ

ایران فرانسې او بریټانیا ته د هرمز تنګي په تړاو خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، یوازې ایراني ځواکونه کولی شي د هرمز تنګي امنیت وساتي او له دوی پرته به هېڅ یوه هېواد ته اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز تنګي اړوند مسایلو کې لاس وهنه وکړي.

د ایران له خوا دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې بریټانیا او فرانسې چې دامهال دواړه د هرمز تنګي د خوندي کولو لپاره د یوه نړیوال ایتلاف د جوړولو هڅې کوي، فارس خلیج ته د خپلو بېړیو استولو خبر ورکړ.

تهران هرمز تنګي ته د جنګي بېړیو استولو پر وړاندې لندن او پاریس دواړو ته خبرداری ورکړی چې ځواکونه به یې د داسې څه پر وړاندې پرېکنده او بېړنی ځواب ورکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي پر اېکس پاڼه لیکلي: « موږ دوی ته دا په یاد راوړل غواړو چې په دواړو حالتونو کې که جنګ وي یا سوله، دا یوازې ایراني ځواکونه دي چې د هرمز تنګي کې امنیت رامنځته کوي. دوی به هېڅ هېواد ته دا اجازه ورنه کړي چې په داسې مسئله کې لاس وهنه وکړي.»

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون بیا په نایروبي کې د افریقا سرمشریزې پر مهال یوې خبري غونډې ته ویلي، د هرمز تنګي په اړه یې دریځ هماغه پخوانی دی.

د ده په خبره، د ایران او متحده ایالتونو دواړو له خوا د هرمز تنګي د کلابندۍ مخالف دی. مکرون زیاته کړې، هېواد یې هېڅکله د سمندري ځواکونو د ځای پر ځای کولو هوډ نه دی کړی بلکې دا یو امنیتي ماموریت دی.

د مکرون په خبره، دا کار به هم یوازې هغه مهال کېږي چې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د سولې موافقه وشي.

د فرانسې ولسمشر وړاندې د ایران د ګواښ په اړه په خپلو خبرو کې ویلي وو چې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو په تړاو هېڅ کومه پوښتنه نه ده موجوده.

ایمانوېل مکرون ویلي: « موږ له بریټانیا سره په ګډه یو ځانګړی ماموریت پیل کړی چې ۵۰ هېوادونه او نړیوال سازمانونه یې سره راټول کړي، ترڅو له ایران سره په همغږۍ او د سیمې د ټولو هېوادونو او متحده ایالاتو په همکارۍ د وضعیتارامولو له لارې، ژر تر ژره که شرایط برابر شي، سمندري ټرافیک بېرته عادي شي.»

 مکرون دغه راز ویلي، د افریقا لویې وچې ټول هېوادونه د هرمز تنګي د کلابندۍ قرباني دي.

د هرمز تنګی په فارس خلیج کې ټولو بندرونو ته د تګ راتګ یوازینۍ لاره ده، د ایران له خوا تړل کېدو او د امریکا له خوا کلابندۍ یې په ټوله نړۍ کې د انرژۍ بحران رامنځته کړی او په نړیوالو ماکېټونو کې  تېلو بیو د لوړېدو سبب ګرځیدلی.

تېره اوونۍ فرانسې اعلان وکړ چې د دوی له خوا د پلان شویو عملیاتو لپاره د چمتوالي په لړ کې یې د الوتکو یوه لېږدونکې بېړۍ له سویس کانال څخه تېره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist