ملګري ملتونه هر کال د اګسټ ۲۹ مه د د اټومي وسلو د ازموینې پر وړاندې مبارزې نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
دې سازمان په خپله ۶۴ عمومي ناسته کې چې د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د ډسمبر په دویمه ترسره شوه، د ۶۴/۳۵ پرېکړه لیک پر بنسټ د دې ورځې له نمانځنې موخه د خوندي نړۍ رامنځته کول او د اټومي وسلو د ازموینې د خطرونو په اړه په نړیواله کچه د خلکو پوهاوی لوړول وبلل.
د یاد سازمان سرمنشي د دې ورځې په مناسبت په خپل تازه پیغام کې د اټومي وسلې لرونکو هېوادونو ازموینې د هغو خلکو او ټولنو سره د خیانت په مانا بللې دي چې د دې ډول اقداماتو قرباني شوي.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېریش ویلي: « د اټومي وسلو ازموینه پیاوړتیا نه ثابتوي، باور زیانمنوي او ځوابي ازموینو ته لاره پرانیزي. د اټومي وسلو د ازموینو سیالي زیاتوي او هرې هغې ټولنې سره خیانت دی چې لا هم د اټومي وسلو د ناوړه میراث سره ژوند کوي.»
امریکا د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د جولای په ۱۶ مه، د اټومي وسلو لومړۍ ازموینه ترسره کړه چې د دې هېواد نیومکسیکو ایالت کې الموګوردو ښار ته څېرمه په یوه دښته کې وشوه.
له هغې وروسته امریکا یوځل بیا د همدې کال اګسټ په ۶ مه د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي سیمو اټومي بمونه وغورځول چې د جاپان په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښې ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۹۴۵ کال له جولای راهیسې تر دې دمه له ۲ زره زیاتې د اټومي وسلو ازموینې شوې دي چې په پراخه توګه یې ژوند ګواښوونکي خطرونه رامنځته کړي.
افغانستان هم له اټومي وسلو سره د مبارزې پرېکړه لیک په ۲۰۰۳ زېږدیز کال لاسلیک کړی چې که څه هم په مستقیمه توګه پر افغان خاوره اټومي وسلې نه دي کارول شوې او نه یې ازموینه شوې؛ خو هغه کیمیاوي وسلې چې د لسیزو راهیسې د څو زبرځواکو د یرغلونو پر مهال کارېدلې دي، لاهم د افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.
ډاکټران وايي،کیمیاوي وسلې انسانانو ته د ژوند ګواښونکو خطرونو په توګه، له اټومي وسلو کمې نه دي. د دوی په خبره، کیمیاوې وسلې د انسانانو تنفسي سیسټم زیانمنوي، د سترګو او پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي او دغه راز شدید مسمومیت او چاپېریالي ککړتیا ورسره ایجادېږي چې په اوږدمهاله کې پر ګڼو ناروغیو د اخته سبب کېږي.
د داخله ناروغیو متخصص کمین صافی وايي: « د کیمیاوي وسلو کارول نه یوازې د بشریت په زیان دي بلکې پر چاپېریال هم خورا ناوړه اغېز لري. په کوم چاپېریال کې چې له کیمیاوي وسلو څخه کار واخستل شي، د هغه چاپېریال وګړي ډېر کله له عصبي اختلالاتو سره مخ کېږي، د سترګو او پوستکي خطرناکې ناروغۍ ورته پیدا کېږي او سؤشکل ماشومان نړۍ ته راځي.»
اوسمهال امریکا، روسیه، چین، فرانسه، بریټانیا، هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې اټومي وسلې لري او ځینې وخت د نویو اټومي وسلو له جوړولو وروسته، هغه ازمایيي چې ملګري ملتونه یې ناوړه اغېزې ټولو ته مشتملې بولي.