د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی وايي، په سیمه کې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ احتمالي تقابل شونی دی.
محمود خان اڅکزي د زبرځواکو هېوادونو ترمنځ احتمالي پوځي تقابل په دې سیمه کې د پراخو طبیعي زېرمو له امله ګڼي او خبرداری یې ورکړی چې زیان منوونکي به یې پاکستان، ایران او افغانستان وي.
نوموړي د اسلام اباد ، کابل او تهران ترمنځ د ګډو همغږیو رامنځته کول حیاتي ګڼلي.
محمود خان اڅکزي زیاته کړې: « زموږ په سیمه کې د مستو غوایانو ترمنځ د جګړې احتمال په زیاتېدو دی. سیمه مو د نړۍ له بېلابېلو نعمتونو او شتمنیو ډکه ده، خو که خدای مه کړه موږ د خپلو کړنو له امله د خپل عقل او تدبیر په مرسته د دې بلا مخنیوی ونه شو کولی، نو زموږ سیمه یانې پاکستان، افغانستان او ایران به د نړۍ د خطرناکو ځواکونو د جګړې په ډګر بدل شي. »
محمود اڅکزي له اسلام اباد ، کابل او تهران غوښتي چې د یادو احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره اختلافونه حل او ګډه همغږي پیاوړې کړي.
د سیمیز وضعیت څارونکي د نوموړي دا څرګندونې د سیمې د جیوپولیټیکي واقعیتونو پر بنسټ پر ځای بولي، خو د درېیو هېوادونو ترمنځ د عملي همغږۍ پر وړاندې سټراټیژیک اختلافات او شته بې باورۍ جدي ننګونې یادوي.