د ایران او امریکا پوځي کړکېچ چې شاوخوا ۶ میاشتې روان دی، اوسمهال یې بڼه له یوې اوږدې جګړې څخه وقفه يي غچ اخستونکو بریدونه ته بدله شوې ده.
امریکا پر ایران د خپلو شرایطو د منلو لپاره د پوځي او سیاسي فشار سربېره په ټول توان هڅه کوي چې اقتصادي بندیزونه هم زیات کړي، ترڅو تهران دې ته مجبور کړي چې د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کېږي.
د ناکراریو په دوام، امریکا تازه پرېکړه کړې چې پر ایران به پوځي او اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دې فشارونو زیانونه به تر هغو هېوادونو هم وغځېږي چې د تهران سره سوداګرۍ او اقتصادي همکاري لري.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ که څه هم د ایران سره د مخالفت په اړه یې دریځ ژر بدلېدونکی دی، خو په تازه څرګندونو کې چې له فاکس نیوز سره یې کړې، یو ځل بیا ګواښ کړی چې د ایران پوځي ځواک تر هغو هدف وګرځوي، ترڅو یې په بشپړه له منځه وړی نه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ویلي: « که ایران د امریکا بریدونو ته ځواب ووایي، په بشپړه توګه به له منځه یووړل شي.»
د ټرمپ د دې څرګندونو سره همهاله، د متحده ایالتونو مرکزي قومندانۍ(سېنټکام) هم په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې پر ایران د نویو بریدونو خبر ورکړی.
پر ایران د امریکا وروستي بریدونه داسې مهال شوي چې د اګسټ پر ۳۱ مه، په قرغېزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د شپږویشتمې ناستې په څنډه کې د ایران ولسمشر د چین او روسیې له ولسمشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
که څه هم د چین او روسیې له ولسمشرانو سره د ایراني چارواکو د لېدنې جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو واشنګټن مسکو او بېجېنګ په سیمه کې د ایران پوځي او اقتصادي ملاتړي بولي.
بله خوا، تهران د امریکا تورونه رد کړي دي. د یاد هېواد رسنیو د مجتبی خامنه یي له قوله راپورونه ورکړي چې ایران ته هر ډول ګواښ به په پرېکنده توګه ځواب کړي.
د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه ای ویلي: « د ایران ګران ولس او د مقاومت جبهه د امریکايي دښمن لپاره نه هېرېدونکي درسونه لري.»
ایراني چارواکي وايي، پر دې هېواد د امریکا وروستیو بمباریو ۵ کسان وژلي، ۶۳ نور یې ټپیان کړي او ګڼې استوګنیزې ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.
دغو چارواکو متحده ایالاتو ته د غچ اخستونکو بریدونو ګواښ کړی چې د راپورونو پر بنسټ، ایران په ځوابي بریدونو کې په اردن، بحرین او عراق کې د امریکا پر پوځي اهدافو د بالېسټیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.