د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په بې ساري ډول پراخې شوې دي.
د ټایمز اف سنټرال ایشیا په خپل یوه راپور کې ویلي چې د روان کال له اپرېل میاشتې څخه تر سپټمبر میاشتې پورې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان صادرات ۲۱۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
د ټایمز اف سنټرال ایشیا لیکلي چې د شپږو میاشتو په موده کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان صادرات د ۲۰۲۵ کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیات شوي.
د راپور یوه برخه کې راغلي: « افغانستان د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر میاشتې پورې د منځنۍ اسیا له لارې د ۲۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د سپټمبر په پای ته رسېدلو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ټولیزو وارداتو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ونډه د ارزښت له مخې ۴۲.۲ سلنو ته رسېدلي، حال دا چې د تېرکال په ورته موده کې دغه کچه ۲۷.۲ سلنه وه.»
د ټایمز اف سنټرال ایشیا په راپور کې دغه راز راغلي، افغانستان اوس د یوې ځانګړې سوداګریزې لارې له انحصاره وتلی او د منځنۍ اسیا، ایران او نورو هېوادونو په ګډون یې ګڼو سوداګریزو بدیلو لارو ته مخه کړې.
بله خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارده،۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو اوښتې چې په دې کې د افغانستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، محمد اصف الیاس وايي: « د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو لکه اوزبېکستان، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۲ میلیارده ۷۶۸ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی چې نږدې ۲۲۷ میلیون ډالره یې د افغانستان صادرات دي او پاتې ۲ میلیارده ۵۴۲ میلیونه واردات دي.»
د راپور په بله برخه کې راغلي، د افغانستان د نورو صادراتي توکو ترڅنګ، ډېر توکي پاکستان ته صادرېدل، خو یوازې د تازه سبزیو په صادراتو کې لږ کموالی راغلی.
په راپور کې ویل شوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د اقتصادي چارو شنونکی، سید مسعود وايي: « که چېرې موږ خپلې اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ جوړې کړو، هر هغه هېواد چې زموږ ملي ګټو ته زیان رسوي، موږ حق لرو چې ځان ترې لرې کړو او هغو کسانو ته نږدې شو چې زموږ ملي ګټې خوندي کوي. نو، ویلی شم چې منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کول، زموږ ملي ګټې دي.»
د پاکستان له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د روان کال د مې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې، د صادراتو او وارداتو په برخه کې پاکستان ته څه باندې ۸۵۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.