د اذربایجان یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد یوې سیمه ییزې محکمې پنځه افغانان هغه مهال په بند محکوم کړي چې دې هېواد ته یې د ناقانونه ورتګ هڅه کړې.
په راپورونو کې راغلي، یاد افغانان د اذربایجان په استارا سیمه کې د دې هېواد امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د څېړنو او پوښتنو وروسته په یوه کال او اتو میاشتو بند محکوم شوي دي.
راپورونه کاږي، دا پنځه تنه افغانان له ایرانه اذربایجان ته د ناقانونه لارې د داخلېدو پر مهال نیول شوي دي.
د رسنیو په راپور کې په دې اړه زیاته شوې: « د اذربایجان پوله ساتو ځواکونو دا پنځه افغان وګړي د استارا په سیمه کې هغه مهال ونیول چې غوښتل یې د ایران له خاورې په ناقانونه توګه اذربایجان ته واوړي.»
اسلامي امارت لا تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د چارو فعالان وايي، هېوادونه دې د کډوالۍ نړیوالو قوانینو ته په پام عمل وکړي او کډوال دې د سیاسي او امنیتي اندېښنو په پلمه نه ځوروي.
دوی زیاتوي، اسلامي امارت باید د ډېپلوماټیکو لارو د افغان کډوالو وضعیت وڅېړي او په هېواد کې د پراخو کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د کډوالۍ د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د کډوالو چارو فعال، نظر محمد نظري وايي: « موږ د ازربایجان له دولت پوښتنه کوو چې د دغو نیولو او اوږدمهاله بندي کولو دلیل څه دی، ایا د دغو کسانو قانوني حقوق رعایت شوي او ولې باید ازربایجان د کډوالو او بشري حقونو اصول له پامه وغورځوي؟ همدارنګه په دې اړه د نړیوالو بنسټونو چوپتیا هم د پوښتنې وړ ده او تمه کېږي چې دغه بنسټونه هلته د کډوالو وضعیت وڅېړي او له حقونو یې دفاع وکړي.»
د کډوالو چارو فعال، عبدالرازق عدیل وايي: « له افغان مهاجرانو سره د ازربایجان سختګیرانه چلن که څه هم د دې هېواد د داخلي قوانینو په رڼا کېږي، خو په اصل کې د کډوالو افغانانو سخت وضعیت له پامه غورځول کېږي. د مهاجرو کارګرانو بندي کول، له پناه غوښتونکو د ملاتړ قوانینو سرغړونه ده. د دې ناورین حل لاره دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي ثبات راشي، کاري فرصتونه برابر او له نورو هېوادونو سره ډېپلوماټیک تعامل رامنځته شي، ترڅو خلکو ته د کاري وېزرو ترلاسه کېدو او قانوني مهاجرت لارې هوارې شي.»
د راپورونو پر بنسټ، اوس مهال ډېر کم شمېر افغان کډوال له ایرانه د اذربایجان نخجوانن له لارې ترکیې ته د اوښتو هڅه کوي، خو د دې سیمې پېچلي جغرافیایي جوړښت، د پراخې ناقانونه کډوالۍ مخه نیولی او هغه کسان چې له دې لارې د کډوالۍ هڅه کوي، له ژوند ګواښوونکو خطرونه سره مخ کېدلی شي.