په پاکستان د ناکراریو په دوام، د دې هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ د اګسټ میاشتې په راپور کې امنیتي وضعیت ناسم بللی او وايي، له امله یې وسلوال بریدونه او نښتې د جولای په پرتله ۳۸ زیاتې شوې دي.
د یاد انسټېټیوټ په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، په خیبرپښتونخوا ، بلوچستان او د پاکستان په یو شمېر ښارونو او سیمو کې پر حکومتي ځواکونو د وسله والو ډلو په بریدونو او مخامخ نښتو کې بې سارۍ زیاتوالی راغلی. د دوی په خبره، په اګسټ میاشت کې دغه شمېر نږدې ۲۰۰ بریدونو ته لوړ شوی.
راپور کې زیاته شوې، په دې بریدونو کې نږدې ۴۰۰ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ په راپور کې راغلي: « زموږ میاشتني معلومات ښيي چې پاکستان کې وسله والو په اګسټ میاشت کې ۱۹۹ بریدونه کړي. دغه کچه داسې مهال ثبت شوې چې په جولای کې د یادونو بریدونو شمېر ۱۴۴ وو چې له دې سره په ټوله کې ۳۸ سلنه د وسله والو بریدونه لوړوالی رامنځته شوی. په اګسټ کې لږ تر لږه ۳۷۸ کسان د دې بریدونو له امله وژل شوي او ۲۱۷ نور ټپیان شوي دي.»
په دې راپور کې دا هم راغلي چې په بلوچستان کې د اګسټ میاشتې بریدونه له ۸۳ څخه ۸۹ ته لوړ شوي او دغه راز په خیبرپښتونخوا کې له ۳۶ څخه ۵۴ بریدونو ته زیاتوالی راغلی.
د پوځي چارو شنونکي د پاکستان د کورنیو ناامنیو لاملونه د اسلام اباد د ناسمو سیاستونو او پالیسو پایلې بولي.
د پوځي چارو کارپوه، اسدالله ندیم وايي: « پاکستان له هند سره پخوانۍ دښمني لري او دا ښکاره خبره ده چې هند د دوی په سیمو کې ځینې نیابتي ډلې جوړې کړې او ملاتړ یې کوي.»
د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د پاکستان سیاسي او امنیتي تګلارې سبب شوې چې استقلال غوښتونکې او جهادي ډلې رامنځته شي. زه باور لرم چې دا ډلې به ورځ تر بلې لا پسې پیاوړې شي او د جګړې لمنه هم پراخه شي.»
د یادونې وړ ده چې ناکراري، له سیاسي ګوندونو سره اختلافات او لړزاند اقتصاد د پاکستاني حکومت پر وړاندې هغه جدي ستونزې دي چې هر ورځ یې پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کوي.