Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښار ته راستانه شوي کډوال له سخت ژوند شکایت کوي

ملګري ملتونه: افغانستان ته راستانه شوي کډوال له ناوړه حالت سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/26

د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ(یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال په ناوړه حالت کې دي او  بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې په خپل راپور کې دغه راز ویلي، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغان کډوال، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد  ته ستانه شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه له خپلو همکارانو سره په ګډه راستنېدونکو کډوالو ته د خوندیتوب خدمتونو او بېړنیو مرستو رسولو ته ژمن دي.

د ملګرو وملتونو دغې ادارې له نړیوالو بنسټونو هم غوښتي چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره اوږدمهاله مرستې برابرې کړي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي: « )د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې څه باندې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي. ډېری دغه کسان په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنېږي چې له محدودو امکاناتو سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.»

د کډوالو او راستنېدونکو  چارو وزارت  وايي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو (ایران او  پاکستان، ترکیی)  څخه څه باندې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، ډېری راستنېدونکي له ایران څخه هېواد ته راغلي او په خبره یې، د هغوی لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله اسانتیاوې برابرې شوې دي.

عبدالمطلب حقاني دغه راز زیاتوي: « د روان زېږدیز کال په تېرو لسو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه په خپله خوښه او اجباري ډول، ۱۳۶ زره ۲۲۴ کورنۍ چې د غړیو شمېر یې ۷۱۴ زره  ۸۷۲ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د دې کورنیو له جملې څخه ۱۲۹ زره ۱۷۱ کورنۍ له پاکستان، ۷ زره ۵۴ کورنۍ له ایران او ۶۶ کورنۍ له ترکیې څخه راستنې شوې دي. همدارنګه ۷۰۶ زره ۶۹ تنه مجرد افغانان هم له یادو هېوادونو څخه را ایستل شوي دي.»

بله خوا، د کډوالو حقونو فعالان بیا وای چې نړیوالو بنسټونو په تېرو څو کلونو کې یوازې په اعلامیو او مطبوعاتي کنفرانسونو بسنه کړې او تر اوسه یې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.

د کډوالو حقونو فعال، محمد خان محمدزی وايي: « نړیواله ټولنه باید له بېړنیو مرستو سربېره، د کار موندنې، سرپناه، ښوونې روزنې او روغتیايي خدمتونو لپاره اړینې سرچینې ولټوي او دغه راز په ټولنه کې د هغوی د ادغام لپاره پروګرامونه ولري. که چېرې د میلیونونه افغان وګړو بېرته راستنېدل له مالي ملاتړ او تلپاتې انکشاف سره مل نه وي، په افغانستان کې د یوه اقتصادي او بشري ناورین سبب کېدای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي، چارلي ګودلیک هم له دې وړاندې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو څخه څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال په جبري او خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی
افغانستان

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

نوومبر 26, 2026
اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي
افغانستان

اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي

نوومبر 26, 2026
اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی
افغانستان

اڅکزی: ښايي نړیوال قدرتونه د طبیعي زېرمو لوټلو لپاره سیمه کې تقابل ته مخه کړي

نوومبر 26, 2026
پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي
افغانستان

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

نوومبر 26, 2026
قطر او امریکا د سټراټیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې
افغانستان

قطر او امریکا د سټراټیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې

نوومبر 26, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

نړۍ کې له هرو درېیو ښځو او نجونو، یوې یې جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی

نوومبر 26, 2026
اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي

اذربایجان پنځه افغانان دې هېواد ته د ناقانونه ورتګ په تور بندیان کړي

نوومبر 26, 2026
اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی

اڅکزی: ښايي نړیوال قدرتونه د طبیعي زېرمو لوټلو لپاره سیمه کې تقابل ته مخه کړي

نوومبر 26, 2026
کابل ښار ته راستانه شوي کډوال له سخت ژوند شکایت کوي

ملګري ملتونه: افغانستان ته راستانه شوي کډوال له ناوړه حالت سره مخ دي

نوومبر 26, 2026
منځنۍ اسیا ته د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره لوړه شوې

منځنۍ اسیا ته د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره لوړه شوې

نوومبر 26, 2026
پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

پاریس کې د افغانستان سفارت چارې اسلامي امارت ته سپارل کېږي

نوومبر 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist