د امریکا متحده ایالتونو د کانګرېس دواړه جرګو(ولسي جرګې او سنا) هغه منځمهاله ټاکنې چې د دې هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ پاتې مودې پر برخلیک د پام وړ اغېز لري، د ډيموکرات او جمهوري پال ګوندونو ترمنځ له سختې سیالۍ وروسته پای ته ورسېدې.
ډیموکراتانو د واکمن جمهوري پال ګوند دوه کلن صلاحیت ته د پای ټکی کېښود او په دواړو جرګو کې یې اکثریت څوکۍ وګټلې.
اوس د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرېس، د ټرمپ د خوښې قوانینو د تصویب مخه نیولی شي او د سپیني ماڼۍ پرېکړې به له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. دغه راز، د کانګرېس نوې کمېټې به د ټرمپ پر اداره او پرېکړو پراخې څېړنې پیل کړي او د نویو وزیرانو او قاضیانو تایید به له جدي ننګونو سره مخ کړي.
همدارنګه دا اټکلونه هم ډېر دي چې ډیموکراتان ښايي د بودیجې د واک له لارې د ولسمشر ټرمپ پر بهرني سیاست او سوداګریزو تعرفو باندې مالي محدودیتونه هم ولګوي.
ټرمپ دې ننګونو ته په کتو که له یوه لوري د ډيموکراتانو اوږده او بریالۍ مبارزې ستایلې، خو له بلې خوا یې د خپل حاکمت پر وړاندې د دې رامنځته شویو خنډونو سربېره ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې تعقیب شوې پالیسي به روانه ساتي. نوموړي فاکس نیوز ته په ټيلفوني اړیکه کې ویلي: « ما فکر کاوه چې جمهوري پال نوماندان به تر دې ښې پایلې ترلاسه کړي، خو هغوی ونه توانېدل چې خلک له کورونو را وباسي او رایې اچوونې ته یې وهڅوي. زه د رایې ورکولو په پاڼه کې نه وم، که زه په کې وای، نو ارو مرو به رایه ورکوونکي را وتلي وو. زما په اند، د ټاکنو پرپایلو د ایران جګړې هم اغېز درلود، خو ماسم کار وکړ.»
ټرمپ په کانګرېس کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د اکثریت له امله منځني ختیځ کې د اسراییلو د پلان شویو جګړو ننګه هم کړې او پر یمن یې د محدودو بریدونو کولو سربېره، له اسراییلو سره په ګډه پر ایران اوږدمهاله بریدونه او اقتصادي جګړه پیل کړه.
نوموړي په سیمه کې له خپلو متحدینو سره د لا نږدې پاتې کېدو ترڅنګ، د افغانستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره بیا د دښمنۍ سیاست تعقیب کړ.
هغه د افغانستان پر وړاندې له پاکستان سره د دوستۍ سیاست غوره کړ او په درېیمو هېوادونو کې متحده ایالتونو ته د افغان کډوالو د لېږد په پروسه بندیز وضع کړ.
د سیاسي چارو شنونکی، عزیز معارج وايي: « کله چې ډیموکراتان د کانګرېس اکثریت وګټي، کولی شي په کورنیو چارو کې د ولسمشر واکونه کنټرول کړي؛ ځکه چې د بودیجې او قوانینو ټاکل د کانګرېس په لاس کې دي. همدارنګه دغه بریا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراتانو بریا ته هم لاره برابروي. زما په اند، دا ټاکنې د امریکا پر بهرني سیاست اغېز نه لري.»
د امریکا په کانګرېس کې د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري چې په تازه منځمهاله ټاکنو کې یې د شمېرل شویو رایو له مخې، ۲۲۸ څوکۍ ډیموکراتانو او ۱۳۹ هغه یې جمهوري پال استازو ګټلې دي. دغه راز، په مشرانو جرګه یا سنا کې بیا ۵۴ څوکۍ ډیموکراتانو او ۴۴ جمهوریت غوښتونکو ترلاسه کړې دي.