یو شمېر فرانسوي رسنیو د دې هېواد د حکومتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له فرانسې څخه د غیر قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه، د افغانستان له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل شوې دي.
په راپورونو کې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر له قوله راغلي چې له افغان حکومت سره د اړیکو موخه د هغو افغانانو بېرته ستنول دي چې د فرانسې امنیت ته د احتمالي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې له اسلامي امارت سره تخنیکي اړیکې پر افغانستان د واکمن حکومت رسمیت پېژندنه نه ده.
فرانسوي رسنیو په خپلو راپورونو کې دا هم ویلي چې ښايي د پاریس او کابل ترمنځ د خبرو یوه مهمه برخه د ډېپلوماټیکو اړیکو د تنظیم او په پاریس کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت د استازو د حضور پر موضوع، ورټوله وي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر، ژان نوېل بارو ویلي: « موږ په فرانسه کې د بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي، خو ټینګار کوم چې دا تخنیکي اړیکې د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.»
د راپورونو له مخې، احتمال شته چې د افغان کډوالو د بېرته منلو په بدل کې د اسلامي امارت استازو ته په پاریس کې د افغانستان په سفارت کې د یوې کاري ډلې د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړل شي؛ خو د دې احتمالي هوکړې په اړه لا هم د دواړو لورو له خوا بشپړ رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.
د چارو شنونکي باور لري چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام، له اسلامي امارت سره د نړیوالو تعامل او ډېپلوماټیکو اړیکو پراختیا، د افغان ولس د ستونزو په حل کې مهم رول لرلی شي. د دوی په خبره، نړیوال باید د سیاسي اختلافونو ترڅنګ د افغانانو بشري، اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو ته هم پام وکړي او د اړیکو د عادي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی، توریالی ځاځی وايي: « د فرانسې بهرنیو چارو وزیر وايي چې له هېڅ امله نه غواړي طالبانو سره ډېپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي، خو دا خبره له دوی وړاندې جرمني هم کړې وه، خو دا دی اوس یې له لومړنیو ډېپلوماټانو سربېره، څلور تنه نور هم منلي دي.»
د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل باید یوازې د کډوالو د بېرته ستنولو او امنیتي مسایلو په چوکاټ کې محدود نه وي بلکې د افغانانو د حقونو، بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو او د هېواد د راتلونکي په اړه د رغنده خبرو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د کابل او پاریس ترمنځ د تخنیکي خبرو پیل په داسې حال کې دی چې یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د کډوالو د بېرته ستنولو او له کابل سره د عملي تعامل په اړه د خپلو پالیسیو د تنظیم هڅې کوي، خو دا چې دغه تخنیکي خبرې به د دواړو لورو ترمنځ د پراخو ډېپلوماټیکو اړیکو د بیا رغېدو لامل شي او که نه، لا هم روښانه نه ده.