که څه هم دا مهال افغانستان ته د وارداتو کچه د صادراتو په پرتله ډېره زیاته ده، خو د دغو دواړو د انډول کولو هڅې هم روانې دي.
هرات ولایت کې د سوداګرۍ مسوولین وايي، تېره یوه میاشت کې له دې ولایت څخه د ۲۱ میلیونه او ۴۹۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت صنعتي او معدني محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې د تېرې میاشتې(تلې/میزان) په پرتله، ۳۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې د مسوولان په خبره، د دغو صادراتو له ټولیز ارزښت څخه ۱۴ میلیونه او ۴۱۶ زره ډالرو په ارزښت د صنعتي ښارګوټي تولیدات او د اووه میلیونه او ۸۲ زره ډالره په ارزښت معدني توکي صادر شوي.
د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس په خبره، د صنعتي محصولاتو په برخه کې پنبه تر ټولو ډېره صادره شوې چې ارزښت یې له ۱۳ میلیونه ډالرو څخه زیات دی.
عبدالناصر امین زیاتوي: « د تېرې میاشتې په پرتله زموږ صادرات ۳۴ فیصده زیات شوي. په دې ۳۴ فیصدو یا ټولو صادراتو کې ډېره برخه زموږ معدني ډبرې، ټانکرونه، بخار دېګونه، انرژي او د انارو اوبه، بیسکویت، چاکلېټ او ډېر نور تولیدات دي.»
سوداګر د سوداګریزو بندرونو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، د توکو د لېږد بهیر چټکتیا او د صادراتو پر وړاندې د ستونزو هوارېدل، د صادراتو د زیاتوالي مهم عوامل بولي.
سوداګر، خواجه محمد عثمان انصاري وايي: « د ګمرکونو په برخه کې ډېره ښه سهولتونه رامنځته شوي او دغه راز، د ټرانسپورټ په برخه کې صادروونکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي. په ټولیزه توګه، د سوداګرۍ وزارت او مسوولین د صادراتو برخې ته ډېره پاملرنه لري او هڅه کوي بدیلې لارې پیدا کړي.»
سوداګر، مهدي اکرمي وايي: « زه د یوه صادروونکي سوداګر په توګه له دولت او سوداګرۍ وزارت غوښتنه لرم د افغان تولیداتو لپاره په بهر کې نندارتونونه ډېر کړي، ترڅو هغوی زموږ له محصولاتو سره معرفي شی. که موږ وکولی شو په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د خپلو محصولاتو لپاره نندارتونونه جوړ کړو، دا به زموږ له صادراتو سره ډېره مرسته وکړي.»
د هرات سیمهییز مسوولان د ملاتړ ډاډ ورکوي او وایي، د صادراتو د پراختیا لپاره سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او نویو بازارونو ته د کورنیو محصولاتو د لاسرسي زمینې برابرولو هڅې روانې دي.
د هرات والي ویاند، محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي اداره د اسلامي امارت له مرکزي ادارو سره په همغږۍ، تل هڅه کړې چې د هېواد داخلي تولیداتو لپاره په بهر کې بازار پیدا او د صادراتو زمینه برابره کړي. زموږ دا هڅې بریالۍ وې او په دې برخه کې د لاسته راوړنو لیدونکي یو. موږ خپلو دغو هڅو ته لاهم ادامه ورکوو.»
دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي ۱۱۵ کارخونې بهرنیو هېوادونو ته صادرات لري. همدارنګه، د صنعتي ښارګوتی له تولیداتو سربېره، د ګازو ټانکرونه، زعفران، وچه او تازه مېوه، ډبرې او سرب د هرات مهم صادراتي توکي دي.