کابل ښاروالۍ د دوشنبې په ورځ د خپل خزاني کمپاین په ترڅ کې د نویو نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین چې د یو لړ مراسمو په لړ کې پیل شو، ټاکل شوې په عملي تطبیق سره یې۱۸۰ زره نوي نیالګي د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.
د کابل ښار مسوولین وايي، د نیالګیو کېنول او ساتنه یې د ښاروالۍ او ښاریانو ګډ مسوولیت دی او خلک دې د پاک چاپېریال د لرلو لپاره د نویو او زړو نیالګیو ښه پاملرنه وکړي.
د کابل ښاروالۍ د سرسبزی رییس، مولوی عبدالوکیل متوکل وايي: « دا یوازې د ښاروالۍ مسوولیت مه ګڼه او داسې مه وایه چې بوټي ډېر کېنول کېږي، خو ساتنه یې نه کېږي. زموږ غوښتنه ده چې لکه څرنګه چې موږ سره په نیال کېنولو کې درېږئ، په نیال ساتنې او اوبه کولو کې هم ودرېږئ.»
د کابل ښاروالۍاستازی، نعمتالله بارکزی وايي: « په لومړي کال شاوخوا ۱۰ زره نیالګي وو، په دویم کال ۱۰۰ زره نیالګي وو او سږ کال ۱۸۰ زره نیالګي دي. دا اکثریت هغه نیالګي دي چې باید په ژمي کې کېنول شي.»
د کابل ښاروالۍ له خوا د نویو نیالګیو په خزاني کمپاین کې د ګڼو ناحیو او سیمو ګذر وکیلانو او عامو خلکو هم ګډون کړی و چې د دې کمپاین د هرکلي ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې له نویو کېنول شویو نیالګیو به په خورا ښه ډول ساتنه او پاملرنه وکړي.
دوی له اړوندو ادارو غواړي په هغو سیمو کې هم نیالګي کېنوي چې د شنو ساحو او ونو له کمښت سره مخ دي.