Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/24

امریکايي یوټیوبر، نیکولاس کن دبالینتاز چې په سنیکو مشهور دی، افغانستان ته له سیاحتي سفر وروسته د امریکا فډرالي څېړنو ادارې نیولی او اته ساعته یې په توقیف کې ساتلی.

سنیکو په تازه پیغام کې ویلي، درې ساعته په ابوظبۍ او پنځه ساعته نور د نیویارک په هوايي ډګرونو کې تر پوښتنو او څارنې لاندې او برېښنايي وسایل یې ضبط شوي دي.

نوموړي په یوې ژوندۍ خپرونه کې په طنزیه ډول ویلي، اوس بېرته د نیویارکستان اسلامي جمهوریت ته ستون شوی، خو د اېف‌بي‌اي له خوا د ټيلفون د ضبط کېدو له امله آن د خواړو د فرمایش ورکولو توان هم نه لري او سخته لوږه یې تجربه کړې.

سنیکو دغه راز ویلي: «که چا ماته پیغام رالېږلی وي، باید پوه شي چې فډرالي چارواکي همدا اوس زما پیغامونه ګوري، کېدای شي دوی هڅه وکړي چې کوم څه په کې پیداکړي، خو هېڅ داسې څه نه لرم چې له امله یې د مبایل ټیلفون له سپارلو وېره ولرم.»

امریکايي یوټيوبر په افغانستان کې د افغانانو مېلمه پالنه ستایلې او افغانستان ته درې ورځنی سفر یې د ژوند یو ښه خاطره ګڼلې ده.

افغان شنونکي د امریکايي یوټیوبر، سنیکو د پلټنې په اړه  متفاوت لېدلوري لري. دوی وايي، د امریکا حکومت له خوا دا اقدام د بیان ازادۍ ته د درناوي نه لرل ثابتوي اوهم دا په ډاګه کوي چې د خپلو وګړو پر وړاندې تبعیضي چلن کوي.

شنونکي باوري دې چې د متحده ایالاتو فډرالي چارواکو د دې هېواد ملکي نظام له خپلو سیاستونو سره تړلی او له همدې امله یې نړیوال حیثیت هم زیانمن شوی.

د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وايي: « زه فکر کوم په دې اړه د امریکايي چارواکو نظر لا له وړاندې څرګند دی او له افغانستان سره له عناد څخه ډکه پالیسي مخکې وړي. امریکا د دې ډول سیاست له لارې څه نه شي ترلاسه کولی بلکې د افغانستان اوسني حکومت ته باید د قدرت په سترګه وګوري او خاورې ته یې احترام وکړي.»

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د جدي امنیتي خبرداري په تړاو په یوه فرمان کې د افغانستان په ګډون، شاوخوا ۳۹ هېوادونو ته د امریکايي وګړو پر سفر بندیز اعلان کړ.

اسلامي امارت په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو په اړه د امریکا اندېښنې بې بنسټه وبللې او ډاډ یې ورکړ چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت بهرنیو سیلانیانو ته د راتګ تر ټولو ښه زمینه برابره کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي
افغانستان

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو
افغانستان

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
افغانستان

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی
افغانستان

نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی

نوومبر 24, 2026
جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي
افغانستان

جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

نوومبر 24, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist