Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په نهو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره، ۲۲۰ جرېبه ځمکو ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ترې ۱۸۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.

د ننګرهٔار کرنې ریاست ویاند، اجمل سبحاني وايي: « سږ کال په ۱۹ زره ۲۲۰ جرېبه ځمکو ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۱۸۱ زره ۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي. تېر کال په ۱۷ ولسوالیو کې په ۱۵ زره ۹۸۰ جرېبه ځمکو ګني کرل شوي وو چې ۱۵۰ زره ۷۷۸ مټریک ټنه حاصل ترې لاسه شوی و. همدارنګه، په هغو ولسوالیو کې ۹ زره ۸۰۰ تنو بزګرانو ته روزنه هم ورکړل شوې چې په کې ګني کرل کېږي.»

د مسوولینو په وینا، ګني د بهسودو، کامې، کوز کونړ، سره ‌رود، ګوشتې، بټي کوټ، لعلپورې، غني‌خېلو او مومندرې ولسوالیو کې کرل شوي دي. دوی زیاتوي، دا مهال په ننګرهار کې د ګوړې د تولید ۲۴۴ ګاڼۍ فعالې دي چې سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

اجمل سبحاني وايي: « دلته ننګرهار کې ۲۴۴ ګاڼۍ د ګوړې په جوړولو بوختې دي او زرګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې. زموږ اټکل دا دی چې سږ کال به ۱۱ زره ۷۵۰ مټریک ټنه ګوړه تولید کړو.»

د ګاڼیو مالکان او بزګران هم سږني حاصلات د تېر کال په پرتله زیات بولي، خو وایي د ګوړې د تولید له زیاتوالي سره د بازار موندنې ستونزه هم ورسره زیاته شوې ده.

دوی له مسوولینو غواړي چې د ګوړې لپاره کورني او بهرني بازارونه پیدا او صادراتو ته زمینه برابره کړي.

بزګر صدام وايي: « د هر کال په تېرېدو سره د ګنیو ګښت هم زیاتېږي او ورسره ګاڼۍ هم زیاتېږي. ستونزه دا ده چې ګوړه مارکېټ نه لري. موږ غوښتنه کوو چې په کور دننه ولایتونه کې او دغه راز بهر کې د ګوړې لپاره بازار موندنه وشي.»

د ګاڼۍ مالک، اسد الله وايي: « اوس یوه بوجۍ ګوړه تر ۲۴۰۰ افغانیو خرڅېږي. له حکومت غوښتنه کوو چې نورو هېوادونو ته یې صادره کړي.»

پخوا به د هېواد د ګوړې ډېره اړتیا له پاکستان څخه پوره کېده، خو اوس د کورنیو تولیداتو له زیاتوالي سره د ګوړې نږدې ټوله اړتیا په هېواد دننه پوره کېږي.

د ګنیو د تولید زیاتوالی یوازې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرېدو په مانا نه دی بلکې د ګوړې د تولید، کارموندنې او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو لپاره هم مهم فرصت بلل کېږي.

ټینګار دا دی چې د دې تولیداتو د لا ودې لپاره د بازار موندنې، صادراتو او د بزګرانو د ملاتړ اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی
اقتصاد

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

نوومبر 18, 2026
ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي
اقتصاد

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو
اقتصاد

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل
اقتصاد

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ

نوومبر 5, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist