د ایران د دوغارون ګمرک چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د صادر شویو توکو کچه ۳۲ سلنه او ارزښت یې ۱۰ سلنه زیات شوي.
د دوی په وینا، افغانستان ته د هرات له لارې د ایران د صادراتو ۹۰ سلنو څخه ډېر توکي لېږدول کېږي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، د روان کال له پیله د تلې میاشتې تر پایه، د دوغارون له رسمي ګمرکي دروازې څخه افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي.
د ایرانا په راپور کې زیاته شوې: « افغانستان ته د صادراتي توکو ارزښت ۲۴۷ میلیونه ۵۹۴ زره او ۱۵۹ ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله یې ارزښت ۱۰ سلنه زیات شوی. په همدې موده کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ټرانزیټ شویو توکو ټول وزن یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه او ارزښت یې دوه میلیارده، ۳۹۸ میلیونه او ۲۷۴ زره او ۲۵۸ ډالره و.»
د ایرانا خبري اژانس په خبره، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۲ زره او ۲۵۱ ډالره کېږي، د دوغارون له لارې ایران ته وارد شوي دي.
راپور کې زیاته شوې، د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیمي زاده ویلي، فولادي سیخان، پټروشیمي محصولات، اوسپنیز توکي، سمنټ او د نفتو بېلابېل محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي.
افغان سوداګر، عبدالنصیر رښتیا وايي: « هرڅومره چې له نورو هېوادونو سره زموږ تجارتي او ټرانزیټي اړیکې پراخې شي، موږ ته دا امکان راکوي چې د اړتیا وړ توکي په اسانۍ ترلاسه او دغه راز د افغانستان تولیدات نورو هېوادونو ته صادر کړو.»
دوغارون ګمرک د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار په ۱۸ کیلومټرۍ کې، له افغانستان سره پر پوله موقعیت لري. دغه ګمرک د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ له مهمو لارو څخه دی او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
افغان سوداګر، محمد رفیع ابراهیمي وايي: « یو بل ته د افغانستان او ایران صادرات او واردات زیات شوي. دا ښکارندويي کوي چې له ایران سره زموږ د سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان او یران ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې مخ په پراخېدو دي. ایران له اسلامي امارت سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې مثبت تعامل لري.