Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/24

د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یواېن‌اېچ‌سي‌ار) له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د اندېښنو او خبرداریو څرګندولو په دوام، یو ځل بیا هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

دغې کمېشنرۍ د راپور په خپرولو سره ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه په جبر او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور کې زیاته شوې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي، چارلي ګوډلېک ویلي: « په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان وګړي هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې نږدې درې میلیونه یوازې په ۲۰۲۵ کال کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو راستنېدنو د افغانستان نفوس له ۱۰ سلنې څخه زیات کړی او د استوګنې، کاري فرصتونو او عامه خدمتونو پر برخو یې فشارونه زیات کړي دي.»

د کډوالو عالي کمېشنرۍ یاد استازي دغه راز ویلي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري هېواد ته د راستنو شویو ښځو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو او د دوامداره معیشت لپاره د فرصتونو برابرولو په موخه څه باندې۱۵۰ پروژې په پام کې نیولې دي.

په ورته مهال، د کډوالو حقونو فعالان د کوربه هېوادونو له لوري له افغان کډوالو سره ناسم چلن او د هغوی جبري ایستلو ته په اشارې، له نړیوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه هېواد ته د راستنېدونکو لپاره د اوږدمهالو مرستو د زیاتولو غوښتنه کوي.

د کډوالو  د حقونو فعال، عبدالرزاق عدیل وايي: « د ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو د راستنېدو بحران هغه ستونزه نه ده چې یوازې د خیریه یا داخلي مرستو په وسیله کنټرول شي. جامع حل لاره په یوه وخت دوه ګونې تګلارې ته اړتیا لري. له یوې خوا، نړیواله ټولنه باید د ګاونډيو هېوادونو په مالي تأمین او د حقوقي فشار په راوړلو سره د غیر قانوني نیولو او جبري اخراج مخه ونیسي، له بلې خوا باید د افغانستان په داخل کې پر کارموندلو، کور جوړولو، له ښځو او ماشومانو پر هدفي ملاتړ پانګونه وشي.»

بله خوا، د بشري حقونو یو شمېر نور فعالان په دې باور دي چې نړیوالو سازمانونو په تېرو څو کلونو کې د افغان کډوالو په اړه یوازې د اعلامیو په خپرولو بسنه کړې او تر اوسه یې په دې برخه کې کوم اغېزناک عملي اقدام نه دی کړی.

دوی د ژمي موسم رانږدې کېدو ته په اشارې، له نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غواړي چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو فعال، ګلاخان بهادري وايي: « باید پر هغو هېوادونو فشارونه زیات شي چې افغان کډوال په زور او جبر اخراجوي. باید اوسنی حکومت او نړیوالې ادارې د هېواد په داخل کې هم د راستنېدونکو لپاره بېړنۍ بشري مرستې او سرپناه برابر کړي او لپاره یې روغتیايي او تعلیمي خدمات وړاندې کړي. همدارنګه، د دغو راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې لپاره هم باید بېړني ګامونه پورته شي.»

هڅه مو وکړه په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره مو د دوی نظر ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو رییس، له دې وړاندې په یوه ځانګړې مرکه کې شمشاد ته ویلي وو چې دغه اداره په روان میلادي کال کې له ۷۰ سلنې بودیجوي کسر سره مخ ده او له همدې امله نه شي کولی هېواد ته راستنېدونکو کډوالو سره زیاتې مرستې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي
افغانستان

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی
افغانستان

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو
افغانستان

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی
افغانستان

نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی

نوومبر 24, 2026
جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي
افغانستان

جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

نوومبر 24, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist