افغانستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د یوې غونډې په ترڅ کې بېرته پیل شو.
دغه پروګرام په دوه زره یوویشتم کال د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم، ځنډول شوی و.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، د اېسجيپي په نوم د چاپېریال ساتنې په برخه کې دغه پروګرام چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(یواېنډيپي) له خوا تمویلېده، له پنځه کلن ځند وروسته بېرته پیل شو.
چارواکي وايي، د دې پروګرام د بیا پیل موخه په ټول هېواد کې د مضره یا ګلخانه یي ګازونو د خپاروي مخنیوی او همدا راز د ځمکې مدیریت دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر، مطیع الحق خالص وايي: « موږ د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام یا اېسجيپي بیا پیل په رسمي ډول اعلانوو. موږ هیله لرو چې دا پروګرام به زموږ وروستۍ پروګرام نه وي؛ ځکه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، د چاپېریال ساتنې ۳۲ پروژې یا ځنډول شوې، یا نیمه کاره او بندې پاتې دي. دا پروګرام هم د هماغو پروژو له ډلې ده چې نن بیا پرانستل شوه.»
د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیم بدلون رییس، انجینیر روح الله امین وايي: « دغه پروګرام له ۲۰۲۱ کال راهیسې ځنډول شوی و چې له نېکه مرغه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نړیوالو ادارو په هڅو، دغه پروګرام یو ځل بیا پيل شو. د دې پروګرام بودیجه ۶.۳ میلیون ډالره ده چې د ټول هېواد په کچه به تطبیق شي، خو تمرکز به یې د ګلخانه يي ګازونو پر کمولو، د اېکو سیسټم پر ساتنې او د ځمکې پر مدیریت ورټول وي.»
د یادې ادارې مشر دغه راز وايي، د دې پروګرام له لارې هغو پروژو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې اغېزناکې تمامېدای شي.
مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د نړیوالو چاپېریال اسانتیاو(جيايياېف) یو مهم نوښت دی چې هدف یې د سیمه ییزو ټولنو، نا دولتي موسسو او ټولنیزو بنسټونو د ظرفیتونو لوړول، د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمه ییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې د خلکو فعاله ونډه اخیستنه ده.»
د دې پروګرام تمویلوونکی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دی چې د استازو په خبره یې، په افغانستان کې طبیعي پېښو او په ځانګړي توګه وروستیو سېلابونو خلک او چاپېریال سخت زیات زیانمن کړی او اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي کار وشي.
په افغانستان کې د یواېنډيپي مرستیاله، ډویل موکرجي وايي: « اېسجيپي یو مرستندویه او تسهیلوونکی پروګرام دی. سره له دې چې مالي امکانات یې کم دي، خو هڅه باید وشي چې ډېر ګټه ترې واخلو.»
په لومړي پړاو کې د دې پروګرام ټولیز ارزښت ۶.۳ میلیونه امریکايي ډالر دی چې د چاپېریال ساتنې ادارې تر څارنې لاندې به د غیر حکومتي بنسټونو له لارې پلی شي.