د بلخ ولایت د اوسپنې وېلې کولو له یوې بټۍ څخه پورته کېدونکې لمبې د یوې صنعتي پروسې برخه ده چې موخه یې د هېواد د ودانیزو او رغنیزو چارو لپاره د اړتیا وړ ګولسیخ تولیدول دي.
په دغه صنعتي بهیر کې زړې او کباړ شوې اوسپنې د ځانګړو بټیو په وسیله وېلې کېږي او له پروسېس وروسته د ګولسیخ په بڼه تولیدي پړاو ته داخلېږي.
د فابریکو مسوولین وایي، د کباړ اوسپنو د صادراتو له بندېدو وروسته، د کورنیو تولیدي فابریکو فعالیتونه پراخ شوي او د تولید کچه یې لوړه شوې ده، خو د ګولسیخ د تولید لپاره لا هم د اړتیا وړ ځینې مهم خام مواد له بهرنیو هېوادونو څخه واردوي.
د دوی په خبره، افغانستان په پراخه کچه د اوسپنې طبیعي زېرمې لري او که د دغو کانونو د استخراج چارې عملي شي، کورني صنعتونه به د خپلو خامو موادو یوه مهمه برخه په هېواد کې دننه ترلاسه کړي. له همدې امله، دوی له اسلامي امارته غواړي چې د اوسپنې د کانونو د استخراج لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کارخونې مسوول، عبدالهادي احمدي وايي: « موږ ته خام مواد له ایران څخه راځي؛ زموږ حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي او د حاجيګګ په څېر معدونونو باندې کار وکړي. موږ اوس کافي د اوسپنې وېلې کولو فابریکې لرو، که خام مواد هم په کور دننه برابر شي، افغانستان ته به ډېره ګټه ورسېږي.»
د کارخونې مدیر، رحیم الله وايي: « اوسپنه له نورو هېوادونو موږ ته راځي او په لوړه بیه تمامېږي. که چېرې موږ د اړتیا وړ اوسپنې له خپلو کانونو څخه استخراج کړو، د اوسپنیزو محصولاتو نرخونه به د پام وړ ښکته شي.»
د ګولسیخ تولید د افغانستان له هغو صنعتي برخو څخه ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی او هېواد په دې برخه کې د ځان بسیاینې تر کچې رسېدلی. د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د ګولسیخ د تولید ورځنۍ کچه نږدې ۶ زره ټنو ته رسېږي.
د اوسپنې وېلې کولو اتحادیې مسوولین وایي، د کورني تولید د پراختیا ترڅنګ د فولادي توکو صادرات هم زیات شوي او یوازې تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه ګولسیخ، ګاډر، پروفیل او نور ورته فولادي محصولات پاکستان او ترکمنستان ته صادر شوي دي.
د افغانستان اوسپنې وېلې اتحادیې اجراییه رییس، عبدالنصیر رښتیا وايي: « له کباړ او زړو اوسپنو څخه ترلاسه کېدونکي خام مواد ښايي تر راتلونکو دوه درېیو کالو ختم شي. له نېکه مرغه اسلامي امارت دوه ستر کانونه د اوسپنې وېلې کولو فابریکو په واک کې ورکړي چې تر راتلونکو درې یا څلورو کالو به د اوسپنې استخراج پیل شي.»
بله خوا، د بلخ سیمهییز مسوولین وایي، په دې ولایت کې د صنعت د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه له صنعتکارانو سره همکاري روانه ده. د دوی په وینا، اوس مهال په بلخ کې د ګولسیخ، ګاډر او پروفیل د تولید ۱۴ کارخونې فعالې دي چې تولیدات یې تر ډېره د هېواد په بېلابېلو ودانیزو او رغنیزو پروژو کې کارول کېږي.
مسوولین زیاتوي، د دغو فابریکو د اړتیا وړ خامو موادو د برابرولو لپاره د اوسپنې د کانونو د استخراج په برخه کې هم هڅې روانې دي، ترڅو کورني صنایعه پر وارداتي موادو خپله تکیه راکمه کړي.
د بلخ صنایع او کانونو خونې رییس، امام الدین سنایي زاده وايي: « موږ په بلخ ولایت کې د اوسپنې وېلې کولو ۱۶ فابریکې لرو چې په ډېره لویه کچه تولیدات لري. موږ دا مهال د ګول سیخ له وارداتو خلاص یو. همدارنګه د خامو موادو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال افغانستان کې د ۷ زره تولیدي کارخونو له ډلې ۵۰ یې د فولادو تولید بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې شاوخوا ۵۰ زره کسان په کې په کار بوخت دي.