د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمد الله زاهد، نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر، نوراحمد نور او مل پلاوي په ملتیا، د هند پنځه څلوېښتم نړیوال سوداګریز نندارتون(ITPO) په افتتاحیه مراسمو کې ګډون کړی.
مولوي احمدالله زاهد په دې نندارتون کې د هند د سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا او د افغانستان د تولیداتو پر معرفی کولو بحث کړی.
د هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې ۶۸ غرفې افغانستان ته ورکړل شې دي چې افغاني تولیدات په کې نندارې ته اېښودل شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او اړیکو رییس، محمد اصف الیاس وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد چې د هند په رسمي بلنه له خپل مل پلاوي سره دې هېواد ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یې په هند کې د افغانستان سفیر، ښاغلي نور احمد نور په ملتیا، د دې هېواد د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون د پرانستې په مراسمو کې ګډون کړی. ښاغلي معین د نندارتون پرانستنې مراسمو په څنډه کې د هند سوداګرۍ له وزیر، پویش ګویال سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو پر معرفي کولو یې بحث او د نظر تبادله وکړه»
بله خوا، اقتصادي چارو کارپوهان بیا دا ډول سفرونه او په نړیوالو نندارتونونو کې د افغان چارواکو ګډون مهم بولي او زیاتوي چې هند د افغانستان په اقتصاد پیاوړتیا او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.
دوی ټینګار کوي چې له دې ډول فرصتونو څخه اغېزناکه ګټه پورته کول ښايي د افغانستان اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی، صادق حمیدزوی وايي: « که چېرې په دې برخه کې له هندوستان سره همکارۍ ته لا ډېره زمینه برابره شي، کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي. هندستان د نړۍ په سوداګریز مارکېټ خپل ځای لري او افغانستان باید له دې ځای ګټه واخلي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، نوراحمد نور د هند په دې ستر سوداګریز نندارتون کې د افغانستان اړوند غرفو له مسوولینو او استازو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی د فعالیتونو او نندارې ته د وړاندې شویو توکو هرکلی کړی او افغاني تولیداتو ته نړیوال بازار موندنه یې د خپلو وظیفوي فعالیتونو یوه مهمه برخه بللې.