ایراني سوداګر وايي، د خپل ګاونډي هېواد افغانستان د کرنې او صنعت د ودې لپاره چمتو دي چې په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ او پانګونې پراخې کړي.
ننګرهار کې د ایران کونسل وایي، د ګډو اقتصادي فعالیتونو پراختیا به د افغانستان د کرنیز او صنعتي نظام په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
مجید رضا پناه زیاته کړې: « موږ د صنعتي ماشینونو او په ځانګړې توګه د ټراکټور تولید په پام کې لرو. د دې شرکت مدیر، ښاغلی صالحي دلته حضور لري. موږ د ګوهر پرمختللي شرکت استازی لرو چې د چرګانو پالنې او د حیواني خوراکي توکو د تولید په برخه کې فعالیت لري. همدارنګه د کب روزنې په برخه کې هم د غوره شرکتونو استازي لرو.»
بله خوا، افغان سوداګر هم د ایراني پانګوالو له لېوالتیا هرکلی کوي او د ګډو اقتصادي فعالیتونو په برخه کې یې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی.
پانګوال ګل مراد عرب وايي: « له موږ سره د کرنې په برخه کې ژمنې وشوې، همدارنګه د چرګانو روزنې په برخه کې د پانګونې ژمنې وشوې او دغه راز، د صنایعو په برخه کې هم چمتوالی اعلان شو.»
پانګوال سید اغا چاردېوال وايي: « زه ډېر خوښ یم بهرني پانګوال راځي او په ننګرهار کې پانګونه کوي. له دې سره به د ننګرهار خلکو ته ډېر کار پیدا شي.»
په همدې حال کې، د ننګرهار ولایت مقام چارواکي وايي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره به د پانګونې د زمینې برابرولو او اړینو اسانتیاوو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
د ننګرهار والي ویاند، احسان الله عثماني وايي: « د ننګرهار ولایت مقام په دې اړه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې هغوی ته به د پانګونې لپاره ښه زمینه او اسانتیاوې برابر کړي او ملاتړ به یې کوي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د تاجیکستان یو شمېر سوداګرو او پانګوالو هم په ننګرهار کې د بېلابېلو اقتصادي پروژو د پیلولو هڅې وکړې.
تمه ده چې د بهرنیو پانګونو پراختیا په دې ولایت کې د تولیدي فعالیتونو، کاري فرصتونو او اقتصادي ودې په زیاتوالي کې اغېز ولري.