تقریبا ً هر کال د افغانستان د مېوو، سبزیو او په ټوله کې د صادراتي فصل په رسېدو سره د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو دروازو تړل کېدل، د پاکستاني رژیم معمول کار ګرځېدلی و.
پاکستاني لوري د تورخم دروازه د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې شاوخوا نهه ورځې، د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې نږدې ۱۰ ورځې او د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ او مارچ کې ۲۶ ورځې وتړه او افغان سوداګرو ته یې درانه زیانونه واړول.
د وروستي ځل لپاره په ۲۰۲۶ کال د اسلامي امارت له لوري وتړل شوه او د بیا خلاصون لپاره شرایط وضع کړل. په دې سره، د افغانستان حکومت ورو ورو پر پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې خپله تکیه راکمه کړه.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون رسنۍ د دې هېواد د اقتصادي پراختیا انسټیټیوټ د عالي مرکز د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو د پالیسۍ څانګې مشر له قوله یو څېړنیز راپور خپور کړی چې له افغانستان سره د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د یاد هېواد د سوداګرۍ پر ناوړه پایلو تمرکز لري.
د دې راپور په یوه برخه کې راغلي: « د پاکستان هغه محصولات چې د افغانستان پر بازار متکي وو، د خپلو ټولو صادراتو له ۷۲ تر ۷۵ سلنې پورې یې له لاسه ورکړل. دا زیان په کال کې شاوخوا ۱.۲۵ میلیارده ډالره کېږي چې د پاکستان د ټولو صادراتو نږدې څلور سلنه جوړوي.»
راپور کې دغه راز زیاته شوې، پاکستان هرکال له افغانستان څخه د شاوخوا۷۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پنبه، سبزیجات، مېوې او سکاره واردول چې اوس یې دا هم له لاسه ورکړي او له نورو سرچینو یې وارداتو یوازې شاوخوا درېیمه برخه جبران کړې ده.
په دې راپور کې د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم اشاره شوې چې د افغانستان له لارې یې پاکستان ته توکي لېږدول، خو اوس دغه لېږد شاوخوا ۸۷ سلنه کم شوی.
راپور کې په دې اړه زیاته شوې: « د پاکستان د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه واردات چې د افغانستان له لارې لېږدول کېږي، ۸۷ سلنه راکم شوي دي. همدارنګه، د پاکستان له لارې اوزبېکستان ته د ټرانزیټي سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال کې له ۲۴۴ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال کې ۳۰ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی.»
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد عیسی مبارز وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت باید خلاص شي او منظم ډول ادامه ولري. پاکستان باید هغه خنډونه لري کړي چې په دې لاره کې یې جوړ کړي دي. دا لاره به یوه ورځ بېرته خلاصېږي، ځکه دوه ګاونډي هېوادونه نه شي کولی د تل لپاره یو بل سره راکړه ورکړه بنده کړي.»
راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان سیال هېوادونه د افغانستان بازار ته داخل شوي دي. اوزبېکستان، قرغېزستان، چین او ترکیې افغانستان ته د هغو محصولاتو صادرات زیات کړي چې پخوا له پاکستان څخه وارېدېدل.
په راپور دا هم زیاته شوې چې افغانستان اوس د پاکستان پر کراچۍ بندر هم د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې خپله تکیه له ۶.۸ میلیارد ډالرو څخه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راکمه کړې او په ځای یې د ایران بندرونو ته مخه کړې.
د اېکسپرېس ټربیون راپور په دې اړه لیکلي: « د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري هم تر دې مخکې، د ۲۰۲۳ کال د محدودیتونو له امله، په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې له ۶.۸ میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال کې شاوخوا یو میلیارده ډالرو ته راټیټه شوې او افغان واردوونکو د هغه پرځای د ایران بندرونو ته مخه کړې.»
د اقتصادي چارو شنونکی، سید مسعود وايي: « پاکستان پر خپله ریښه تېشه ووهله. دا لومړی ځل و چې له ۱۰۶ ځله لارو تړلو وروسته، په ۲۰۲۶ کال د دوی پر وړاندې ورته عمل ترسره شو. دوی فکر کاوه چې دا بالمثل عمل ښايي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي، خو دوی له میلیاردونو ډالرو زیان سره مخامخ شول.»
د دې راپور په پای کې دا هم راغلي چې د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د داسې یوه تړون لپاره قوي اړتیا شته چې د سیاسي اړیکو د خرابېدو پر مهال هم د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد روان وساتي.