Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/23

د ایران د دوغارون ګمرک چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته  د صادر شویو توکو کچه ۳۲ سلنه او ارزښت یې ۱۰ سلنه زیات شوي.

د دوی په وینا، افغانستان ته د هرات له لارې د ایران د صادراتو ۹۰ سلنو څخه ډېر توکي لېږدول کېږي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیمي‌زاده ویلي، د روان کال له پیله د تلې میاشتې تر پایه، د دوغارون له رسمي ګمرکي دروازې څخه افغانستان ته  ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي.

د ایرانا په راپور کې زیاته شوې: « افغانستان ته د صادراتي توکو ارزښت ۲۴۷ میلیونه ۵۹۴ زره او ۱۵۹ ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله یې ارزښت ۱۰ سلنه زیات شوی. په همدې موده کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ټرانزیټ شویو توکو ټول وزن یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه او ارزښت یې دوه میلیارده، ۳۹۸ میلیونه او ۲۷۴ زره او ۲۵۸ ډالره و.»

د ایرانا خبري اژانس په خبره، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۲ زره او ۲۵۱ ډالره کېږي، د دوغارون له لارې ایران ته وارد شوي دي.

راپور کې زیاته شوې، د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیمي‌ زاده ویلي، فولادي سیخان، پټروشیمي محصولات، اوسپنیز توکي، سمنټ او د نفتو بېلابېل محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي.

افغان سوداګر، عبدالنصیر رښتیا وايي: « هرڅومره چې له نورو هېوادونو سره زموږ تجارتي او ټرانزیټي اړیکې پراخې شي، موږ ته دا امکان راکوي چې د اړتیا وړ توکي په اسانۍ ترلاسه او دغه راز  د افغانستان تولیدات نورو هېوادونو ته صادر کړو.»

دوغارون ګمرک د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار په ۱۸ کیلومټرۍ کې، له افغانستان سره پر پوله موقعیت لري. دغه ګمرک د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ له مهمو لارو څخه دی او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

افغان سوداګر، محمد رفیع ابراهیمي وايي: « یو بل ته د افغانستان او ایران صادرات او واردات زیات شوي. دا ښکارندويي کوي چې له ایران سره زموږ د سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان او یران ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې مخ په پراخېدو دي. ایران له اسلامي امارت سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې مثبت تعامل لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

نوومبر 23, 2026
ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي
اقتصاد

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی
اقتصاد

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

نوومبر 18, 2026
ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي
اقتصاد

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو
اقتصاد

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026

وروستي خبرونه

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

نوومبر 23, 2026
افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

نوومبر 23, 2026
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

نوومبر 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist