د اسلامي همکاریو سازمان غواړي د افغانستان له اسلامي امارت سره د منظم او پړاویز تعامل لپاره د لارې یوه نقشه ترتیب او تصویب کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان په یو خبر کې لیکلي، وړاندیز شوې لار نقشه به له افغانستان سره د اړیکو د تنظیم لارښوونه وکړي، ترڅو د افغانانو ګټې خوندي او په هېواد کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.
د یاد سازمان په وېب سایټ کې د خپور شوي خبر له مخې، د منظم او پړاوییز تعامل لپاره د لارې په دې نقشې د سعودي عربستان په جده ښار کې د وزیرانو په کچه د تماس ډلې د چمتووالي په یوه تخنیکي غونډه کې بحث شوی.
د اسلامي همکاریو سازمان په خبر کې زیاته شوې: « د سعودي په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د تماس ډلې په غونډه کې، د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د منظم او پړاویز تعامل لپاره د لارې پر یوې نقشې بحث شوی. وړاندیز شوې لارې نقشه به له افغانستان سره د اړیکو د تنظیم لارښوونه وکړي، ترڅو د افغانانو ګټې خوندي او په هېواد کې د ثبات او پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.»
د اسلامي همکاریو سازمان په خبره، په دې غونډه کې د افغانستان د روان سیاسي او بشري وضعیت په اړه د دې سازمان دریځ او له اوسنیو افغان چارواکو سره د اړیکو او تعامل لپاره د یوې منظمې تګلارې پر جوړولو بحث شوی.
دغه تګلاره به د افغانانو د ګټو خوندي کولو ترڅنګ، په هېواد کې د ثبات او پرمختګ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
افغان شنونکي بیا د اسلامي همکاریو سازمان دغه اقدام ستايي او وايي، دا یو ښه پرمختګ دی.
د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وايي: « د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمانو د یوې ګډې کمېټې ناسته، یو ښه پرمختګ دی. هغه څه چې د افغانستان په داخل او سیمه کې د اړتیا له مخې انګېرل کېږي، په دې برخه کې د دوی غوښتنه په ځای ده. که دا سازمان وغواړي، کولی شي له افغانستان سره همکاري وکړي او له نړیوالې ټولنې سره یې د ادغام زمینه چمتو کړي.»
په غونډه کې همداراز د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو پر پلي کېدو او له افغان چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه د مستقیمو او رغنده خبرو اترو پر دوام هم بحث شوی.
افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان(اوآیسي) له بنسټ اېښودونکو غړو څخه دی چې په ۱۹۶۹ میلادي کال کې یې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړی.
افغانستان اوس هم د دې سازمان رسمي غړی دی، خو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اسلامي امارت بیا ځل واکمنېدو راهیسې یې د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت نه پېژندل کېدو له امله، په رسمي غونډو کې ګډون ځنډول شوی.