د جوزجان په صنعتي او اقتصادي ډګر کې د پرمختګ یوبل ګام؛ دا ځل د بیات پاور ګازي برېښناکوټ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د برېښنا د تولید بهیر درېدلی و، تازه یې یو ځل بیا توربینونه فعال او د برېښنا د تولید چارې پیل کړې.
د دې برېښناکوټ د بیا فعالېدو په مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
ملا عبدالغني برادر، په دغو مراسمو کې د یادې پانګونې د ارزښت په څرګندولو سره له نورو پانګوالو هم وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره لاس په کار شي، ترڅو د نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تولیدي سکټور په پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې په بهیر کې خپله ونډه اداء کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې: « موږ د بیات پاور له مشر او نورو مشرانو څخه هیله لرو چې په خپلو کارونو او شرکتونو کې عامو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او له ځان سره یې په خدمت کې ودروي.»
د خصوصي شرکت مسوولین بیا وایي، دا برېښناکوټ د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید وړتیا لري چې ټاکل شوې صنعتي فابریکې او شاوخوا ۲۰۰ زره کورنۍ به په جوزجان ولایت کې ترې برخمنې شي.
د دوی په خبره، راتلونکي کې به د یاد برېښناکوټ د تولیدي ظرفیت له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ مېګاواټو پورې لوړ شي.
د بیات شرکتونو عمومي رییس، ډاکټر احسانالله بیات وايي: « ډېر د خوښۍ ځای دی چې د بیات پاور د برېښنا دستګاه له یوې مودې وروسته بېرته فعاله او ۴۰ مېګاواټه برېښنا یې تولید کړه. که موږ دا ۴۰ مېګاواټه بررسي کړو، اهمیت یې دا دی چې زموږ ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې کېږي. دغه دستګاه په کلني ډول له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیون کیلوواټو پورې برېښنا تولیدوي.»
بله خوا، د برېښنا شرکت مسوولین وايي، هڅې روانې دي چې د یادې دستګاه تولید شوې برېښنا د اوزبېکستان له وارداتي برېښنا سره تر نښلولو وروسته کابل ته هم ولېږدول شي.
د مسوولینو په خبره، د دې طرحې په پلي کېدو سره به په پلازمېنه کابل کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوه بریده راکمه او ښاریانو ته به د برېښنا د منظمې او باثباته وړاندې کونې زمینه برابره شي.
د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال، صفیالله احمدزی وايي: « موږ کولی شو د دې دستګاه برېښنا د اوزبېکستان له وارداتي برېښنا سره ونښلوو او بیا یې کابل ته انتقال کړو. له دې برېښنا یوازې شبرغان او شاوخوا سیمې نه بلکې ټول افغانستان ګټه اخیستلی شي. دغه پروګرام همدا اوس تر لاس لاندې دی او د بیات پاور برېښنا به کابل ته ولېږدول شي.»
د دې برېښناکوټ د توربین بیا فعالېدل کولی شي د کورنۍ برېښنا د عرضې په پیاوړتیا او له وارداتي برېښنا څخه د هېواد د اړتیا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
یاد برېښنا کوټ په کال کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه کیلواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او د سلګونو زرو مصرفوونکو د برېښنا اړتیاوې تر پوښښ لاندې نیسي.