د ایران پوله ساتو ځواکونو د دې هېواد سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان سرحدي سیمې«بچه راهي» کې درې افغان کډوال چې یوه ښځه، یو کوچنی ماشوم او یو نارینه په کې شامل دي، په مخامخ ډزو په داسې حال کې وژلي چې درې واړه په سرونو ویشتل شوي دي.
د حال وش په نوم د ایران بشري حقونو یو بنسټ ویلي، داسې ښکاري چې ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه افغانان په قصدي توګه په نښه کړي وي او د پېښې پټولو لپاره یې د هغوی پر جسدونو لویې او وړې ډبرې اچولې دي.
په راپور کې زیاته کړې، لا تر اوسه د دې کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او نه هم د ایران حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی.
د حال وش په راپور کې دغه راز راغلي: « د دې راپور د چمتو کېدو تر وخته د دغو درېیو وژل شویو افغانانو کره هویت نه دی په ډاګه شوی او د ایران پوځي او قضایي چارواکو هم د دې مرګونې پېښې او د جسدونو تر ډبرو لاندې پټېدو په اړه، غبرګون نه دی ښودلی.»
که څه هم په خپلواکه توګه لا د دې پېښې تایید نه دی شوی، خو د چارو شنونکي له اسلامي امارت غواړي چې د مرګ ګواښونکو لارو د قاچاق مخنیوی وکړي او هغه کسان له دې عملونو را وګرځوي چې د شخصي ګټو لپاره یې د خلکو پر ژوند لوبې روانې ساتلې دي.
د کډوالو چارو فعال، نظرمحمد نظري وايي: « دولت په دې اړه جدي مسوولیت لري. دوی باید د قاچاق کوونکو پر وړاندې سختګیرانه قوانین وضع کړي، خپلې پولې دقیق کنټرول کړي او د قاچاق شبکې له منځه یوسي. همدارنګه باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د مهاجرت لپاره قانوني لارې ایجاد کړي.»
د کډوالو چارو فعال، عبدالرازق عدیل وايي: « په ګډو پولو کې پر غیر مسلح کډوالو د مخامخ ډزو سیاست ادامه، نه یوازې یوه انساني فاجعه او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده بلکې د ایران د پولو خوندیتوب هم نه تضمینوي؛ ځکه چې فقر او ناچاري انسانان له هر ډول خنډونو تېرېدو ته اړباسي. د دې ډول پېښو دوام به د دواړو ملتونو ترمنځ نه جبرانېدونکی درځ رامنځته کړي.»
د سیمه ییز وضیعت څارونکي بیا وايي، په ایران او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د دې هېواد روان چلن د ګاونډيتوب او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی.
دوی زیاتوي،ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو څخه د خپلو سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کړې او د موخو له تحقق وروسته یې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي.
د چارو شنونکی، محمد زلمی افغانیار وايي: « سره له دې چې د مهاجرت موضوع یوه نړیواله موضوع ده، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو سیاسي اړخ ورکړی، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان حاکمانو. د بشري حقونو بنسټونو او اشخاص باید دغه پېښې وڅېړي او عوامل یې نړیوالو او کورنیو محاکمو ته وسپاري.»
د ایران او افغانستان په سرحدي سیمو کې تر دې وړاندې هم ورته زړه بوږنوونکې غمیزې رامنځته شوې دي چې له امله یې ګڼ شمېر افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ایران کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې زیات شمېر یې له جدي ننګونو او ستونزو سره مخ دي.