کندهار ته له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال وايي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او را روان ژمي ته سخت اندېښمن دي.
د دوی په خبره، په ښارګوټو کې ځمکې ور وېشل شوې دي، خو د ودانیو جوړولو وس نه لري او لا هم تر خېمو لاندې ژوند تېروي.
دوی دغه راز وايي، د سرپناه، سون توکو او تودو جامو نه درلودلو ترڅنګ، له ګڼو نورو ستونزو سره هم لاس په ګرېوان دي.
راستون شوی کډوال، نجیب الله وايي: « موږ لاهم په دې خېمو کې پراته یو، نور ستړي شویو او له سخت ژوند سره مخ یو. موږ ته یې ځمکې وېشلې دي، خو د جوړولو وس یې نه لرو. موږ غواړو له همکاري وکړي، ترڅو د سرپناه ځای برابر شي.»
راستنه شوې، پلوشه وايي: « په اوړي کې ګرمۍ او په ژمي کې یخنۍ ته اندېښمن یو. تاسو وګورئ، دا زموږ خېمې او کورونه دي. سمه ده چې ځایونه یې راکړي، خو که راجوړ یې نه کړي، موږ به خالي میدانونه څه کړو.»
کندهارته راستانه شوي کډوال دغه راز وايي چې که څه هم کندهار کې هوا په شدید ډول نه ده یخه شوې، خو لږې یخې شوې هوا هم دوی او ماشومان یې ناروغان کړي دي.
دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د سرپناه او نورو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
راستون شوی، محمدالله وايي: « حکومت موږ ته ځمکې راکړې دي، موږ له دې امله مننه کوو؛ خو بیا هم غوښتنه لرو چې پر موسساتو غږ وکړي چې موږ ته یوازې دومره سرپناه جوړه کړي چې سرونه مې په کې خوندي شي.»
راستون شوی، پایند محمد وايي: « سرپناه ته شدیده اړتیا لرو، دلته هم خېمې کمې دي. موږ دا مهال د سون توکو او خوراکي توکو ته هم اړ یو. که د تودولو څه ونه لرو، ژمی به څنګه تېر شي.»
په ورته مهال، د کندهار کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د سپین بولدک له لارې ۶۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي او دوی هڅه کوي چې د ژمنیو مرستو زمینه ورته برابره کړي.
د کندهار کډوالو چارو ریاست مرستیال، مولوي نعمت الله الفت وايي: « د تېرو دوو میاشتو په لړ کې د سپین بولدک له لارې کندهار ته ۶۱۵ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۳۰۷۵ تنو ته رسېږي، راستنې شوې دي. موږ هڅه کوو دوی ته ژمنۍ مرستې برابرې کړو، خو د موسسو همکاري او لاسنیوی هم اړین دی.»
د کډوالو دایمي مېشتېدنه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو برابرول لا هم د راستنو شویو کورنیو له مهمو اړتیاوو څخه دي چې د حل لپاره یې د دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو ګډو هڅو ته اړتیا ده.