د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله واله غله وژلي.
د مسوولینو په خبره، وژل شوي غله د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې په ۳۱۵ سیمه کې د متقابلو ډزو په پایله کې په نښه او وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، یادو غلو درې اوونۍ وړاندې په لېسه مریم کې د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کړی و چې له کبله یې د یاد بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې یې له ځان سره وړې وې.
د یاد وزارت مسوولین زیاتوي، دغو غلو د بغلان په مربوطاتو کې د نورجان چې په طیب مشهور و، د شهادت په پېښه کې هم لاس درلود.
مفتي عبدالمتین قانع وايي: « د لومړنیو معلوماتو له مخې، یادو درېیو تنو مسلحو غلو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل ښار د لېسه مریم په سیمه کې د افغان یونایټد بانک پر موټر برید کړی و چې په پایله کې یې د یاد بانک دوه تنه کارکوونکي وژلي او یوه اندازه پیسې له ځان سره وړې وې. د دغې جرمي ډلې په تړاوو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اووه تنه نور کسان هم نیول شوي دي.»
د امنیتي چارو شنونکي بیا په دې باور دي د جرمي ډلو او وسله والو غلو پر وړاندې دا ډول پرېکنده غبرګون نه یوازې د ښاریانو د سر او مال خوندیتوب تضمینوي بلکې جرمي کړیو ته دا روښانه پیغام رسوي چې وسله واله سرغړونه به له سخت ځواب سره مخ شي.
دوی زیاتوي، د دغو عملیاتو دوامداره بریا د ملکي تلفاتو په مخنیوي او د پېښو پر روڼتیا اغېز لري او کولی شي د حکومت او خلکو ترمنځ د باور فضا نوره هم ډېره کړي.
د امنیتي چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ وايي: « امنیتي ځواکونه که دا پولیس وي یا استخبارات او یا هم د جرمنو ضد ادارې ځواکونه، باید دغه شان عملیات علني کړي او په کې نیول شوي کسان علني محاکمو ته وړاندې کړي. دغه کار د امنیت په ټینګولو او نظم راوستلو کې ډېره ګټه کولی شي.»
د کورنیو چارو وزارت د کابل په یوولسمه امنیتي حوزه کې د درېیو وسله والو غلو د وژنې خبر داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې د جرمي ډلو د نیولو پر وړاندې عملیات زیات شوي او په یو شمېر سیمو کې وسله وال غله د امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي هم دي.