له تیرو درې ورځو راپدیخوا د هلمند ولایت بست روغتون ته له بغران او نادعلي ولسوالیو لسګونه ناروغان،چې شدید اسهالات او نس ناستی لري وروړل شوي دي.
دعامې روغتیا وزارت وايي،بغران ته یې درمل او روغتیايي ټیمونه لیږلي او ناروغي مهار شوې، خو د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون کې د بستر شویو ناروغانو د کورنۍ غړي بیا وايي، دغې ناروغۍ له ۲۰ زیات کسان مړه کړي او لسګونه نور پرې اخته دي.
د هلمند یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ د ولسوالۍ له مرکزه په لرې یوه ځای کې اوسېږو، هلته بې شمېر ناروغان پیدا شوي دي. خلک وايي، تر ۲۰ پورې ماشومان یې مړه کړي دي او ګڼ شمېر نور پرې اخته شوي دي.»
د هلمند یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له بغران ولسوالۍ راغلی یم. یو ناروغ مې راوستی دی. نه پوهېږم،چې دا څه ډول ناروغي ده، وبا ده او که کومه بله ناروغي ده.»
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین کولرا ته پر ورته ناروغۍ د اخته ناروغانو او مړو په اړه مالومات نه ورکوي،خو د بغران او نادعلي ولسوالیو اوسېدونکي د ناروغانو شمیر سلګونه تنه یادوي.
روغتیاپالان د کولرا ناروغي خطرناکه بولي او ټینګار لري،چې ناروغ باید پر وخت روغتون ته ورسول شي.
د بست روغتون د داخله څانګې مسوول ډاکټر جعفر وطن وال وايي:« په بغران ولسوالۍ کې چې کولرا ناروغي رامنځته شوې، په واقعا ماشومان د لویانو پرتله ډېر پرې اخته شوي دي. دا باکټریا په ډېره چټګه توګه له یوه انسانه بل انسان ته، د ناپاکه اوبو او ناپاکه خوړو په واسطې سره انتقال کېږي.»
وطن وال وايي، هغه سیمو ته چې دغه ناروغي په کې خپره شوې،نباید تګ راتګ وشي او پر وینا یې د ناپاکه خوړو او ناپاکه اوبو له څښلو باید ډډه وشي.
دغه راز وطن وال وايي، کولرا یوه، باکتریایی ناروغي ده،چې په ډېرې چټکۍ له یوه انسان بل ته انتقال کیږي او وايي،پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو مخنیوي لپاره باید له پاکو او جوش کړو اوبو استفاده وشي او د کاریزونو او نا پاکه اوبول له څښلو دې ډډه وشي.