Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

د کندهار بې‌پولو ډاکټرانو روغتیايي مرکز  ته هره ورځ په خوارځواکۍ او نورو ناروغیو اخته ګڼ شمېر ماشومان د درملنې لپاره راوستل کېږي.

مسوولین وایي، په دې مرکز کې د روان کال له جنورۍ څخه د جولای تر پایه شاوخوا ۱۲ زره ۵۳۰ ماشومان معاینه شوي چې له ډلې یې ۳ زره۴۵۰ ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته وو او ۱۲۹۱ ماشومان د روغتیايي اختلا لونو له امله بستر شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د ۲۰۲۵ کال په پرتله سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ په پېښو کې شاوخوا ۲۸ تر۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د بې ‌پولو ډاکټرانو روغتون مسوول ډاکټر ضیاالرحمن وايي: « د ۲۰۲۶ کال له پیل د جولای تر پایه پورې، موږ ټولټال ۱۲ زره ۵۳۰ تنه ماشومان سکرین کړي چې له ډلې یې ۳ زره ۴۵۰ ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته وو. همدارنګه ۱ زره ۲۹۱ ماشومان له اختلال سره مخ وو او له موږ سره بستر دي. که موږ ۲۰۲۶ کال له ۲۰۲۵ کال سره پرتله کړو، د خوارځواکۍ په کچه کې له ۲۸ تر ۳۰ سلنو زیاتوالی راغلی.»

د بې ‌پولو ډاکټرانو په وینا، وچکالي، د بهرنیو مرستو کمېدل او د کډوالو راستنېدل په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه دي؛ په داسې حال کې چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دغو ماشومانو درملنه لا پېچلې کړې ده.

د بې‌پولو ډاکټرانو روغتون مسوول په دې اړه وايي: « د نړیوالو مرستو کمېدل سبب شوي چې خوارځواکي په خپل وخت تشخیص نه شي او دا بیا د اختلالونو د شدت سبب کېږي. همدارنګه د ګڼو کډوالو راتګ هم ښايي اغېز ولري، د کافي روغتیايي سرچینو نه شتون یې هم بل لامل دی.»

د بې پولو ډاکټرانو روغتون روغتیا پاله نازیه وايي: « کله چې ماشوم ته د مور شیدې په کافي اندازه ونه رسېږي او یا دا چې میندې په خپله هم په خوارځواکۍ اخته وي، دا د دې لامل کېږي چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.»

بله خوا، د خوارځواکو ماشومانو پایوازان د درملنې له خدمتونو خوښ دي، خو وایي د درملو او نورو روغتیايي اسانتیاوو لا ډېرېدو ته اړتیا ده.

په خوارځواکۍ د یوه اخته ماشوم پایواز نفس ګل وايي: « زموږ ماشوم د څلورو  ورځو وو چې مور یې ناروغه شوې او شیدې یې وچې شوې.  موږ کورني خواړه ورکول، خو ماشوم ورځ تر بلې کمزوری شو او اوس دا دی په خوارځواکۍ اخته دی.»

د یوه بل ناروغ ماشوم پایواز حلیمه وايي: « زما ماشوم اول شیري ناروغۍ ونیوه او بیا چې له هغه ښه شو، په تبو  او استفراغ اخته شو. بیا مې درته راوست او دوی وویل چې په خوارځواکۍ اخته شوی.»

د خوارځواکۍ د زیاتېدو له روان وضعیت سره، روغتیايي مسوولین ټینګار کوي چې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره په وخت تشخیص، درملنه او د روغتیايي خدمتونو پراختیا ته اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist