افغان اېواک بنسټ چې امریکا ته د افغانانو د لېږد په برخه کې د ملاتړي بنسټ په توګه کار کوي، تازه یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، متحده ایالتونه یو شمېر هغه افغانان چې په جرمي قضیو کې د ښکېلتیا له امله بندیان دي، له دې هېواد څخه شړي.
په اعلامیه کې راغلي، د متحده ایالتونو د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو پلي کولو ادارې(آیايسي) له لوري د دغو کډوالو د اخراج په اړه خبر ورکړل شوی؛ خو د شمېر او ځای په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
افغان اېواک بنسټ د خپلو سرچینو په حواله ویلي، ډېر احتمال شته چې دغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدول شي.
د افغان اېواک بنسټ په اعلامیه کې راغلي: « د افغان متحدینو د ایستلو لپاره د یوې الوتنې چمتووالی روان دی، په توقیف کې یادو متحدینو ته ویل کېږي چې ښايي پاکستان یا افغانستان ته ولیږدول شي، له ۱۳ زرو ډېر افغان متحدین د خپلو قضیو د پایلو په تمه دي.»
اېواک بنسټ د دې افغانانو د ملاتړ لپاره له یو شمېر حقوقي مدافعو بنسټونو غوښتي چې د امریکا د کډوالۍ او کمرګونو د قوانینو پلي کوونکې ادارې پر وړاندې د دې بنسټ ملاتړ وکړي چې د همدې موخې لپاره یې د اکټوبر په یوولسمه یو اعتراض لیک هم کانګرېس ته وړاندې کړی دی.
افغان اېواک بنسټ په دې اړه ویلي: « موږ هغه وکیلانو ته اړتیا لرو چې د افغانانو قضیې ومني، هغو کورنیو ته اړتیا لرو چې د خپلو زندانیانو په اړه موږ سره معلومات شریک کړي، هغو مدافعینو ته اړتیا لرو چې پر کانګرېس فشار راوړي، ترڅو د دوی غوښتنلیکونه ومني. همدارنګه پخوانیو امریکايي سرتېرو ته اړتیا لرو، ترڅو د د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې له دوی سره ېې همکاري کړې وه. ټاکل شوې موږ د نومبر په یوولسمه تر کانګریس پورې اعتراضي لاریون هم وکړو.»
بله خوا د کډوالو چارو یو شمېر فعالان وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په خپله د افغان کډوالو سره د کډوالو نړیوالې ادارې د مقرراتو خلاف عمل کوي، د امریکا له خوا د افغان کډوالو پاکستان ته ستنول د یادې ادارې د مقرراتو ضد اقدام بولي او زیاتوي چې امریکا پر تعهدي اخلاقو خپلو داخلي ګټو ته ترجېح ورکوي.
د کډوالو چارو فعالان د افغان کډوالو په برخه کې د متحده ایالتونو وروستي اقدامات نه یوازې د کډوالۍ نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ګڼي بلکې دا ډول پرېکړې د سیاسي اهدافو برخه بولي او وايي، پاکستان ته ستنول یې په خپله د دې پرېکړې موخې څرګندولی شي.
د کډوالو چارو فعال، عبدالرازق عدیل وايي: « د امریکا متحده ایالتونو په دې اقدام کې خپل داخلي او سیاسي لومړیتوبونه په پام کې نیولي او اخلاقي ژمنې یې له پامه غورځولې دي.»
امریکا له دې وړاندې د روان زېږدیز کال د اګسټ په ۳۰ مه نېټه د یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ، ۱۲ تنه افغانان هم په جرمي قضیو کې د ښکېلتیا په تور د افریقا مرکزي جمهوریت ته اخراج کړل او دغه راز یې امریکا ته په قطر کې د منتظرو افغانانو دلېږد په اړه پرېکړه ځنډولې او خبرداری یې ورکړی چې دغه افغانان به دریېم هېواد ته واستوي.