Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

خوست کې د بدر په نوم ۵۰ بستريز روغتون د پرانېستې پرمهال، د کورنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري او خیریه مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي او ورسره دې د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو کې د افغان ولس ملاتړ زیات وکړي.

سراج الدین حقاني زیاتوي چې اوسنی افغانستان د بیارغونې، پرمختګ او د خلکو د خیر ښېګڼې پر لور روان دی او نړیواله ټولنه باید د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره خپل رول اداء کړي.

کورنیو چارو وزیر وړاندې وايي: « نن سبا د دې خلکو سیاست دومره لوی شو چې د ترحم ماده ترې لرې شوه؛ پر ولسونو ترحم نه کېږي او دا څومره انتقام جويي چې کېږي او خپلې پالیسي په زور تطبیقوي، موږ ورته وایو چې په صحي برخه، معارف او نورو برخو کې هم توجه وکړي.»

د شاوخوا يو نیم ميليون امريکايي ډالرو په پانګونې دا جوړ شوی روغتون په نهو بېلابېلو څانګو کې ناروغانو ته په پنځوس سلنه کمښت روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د پرانیستې پرمهال یې کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې لا هم یو شمېر افغانان د عادي ناروغیو د درملنې لپاره پر کورنیو روغتیايي مرکزونو بشپړ باور نه لري او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو د تګ هڅه کوي.

حقاني د دې ستونزې د حل په برخه کې پر لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزیر زیاتوي: « زه دا وایم چې زموږ ملت له رواني ناروغیو سره مخ دی او له ټولو متخصصانو او ډاکټرانو غوښتنه کوم چې کوښښ وکړي پر خپلو کړنو او درملنې باندې د ملت اعتماد ترلاسه کړي.»

د روغتون مسوول ظاهر وقاص وايي: « په دې روغتون کې د ماشومانو څانګه، ولادي نسايي څانګه، عمومي داخله، اورتوپیدي، عمومي جراحي، د غاښونو څانګه او په ټوله کې ۹ څانګې پر فعالیت پيل کوي.»

اخوا د خوست عامې روغتیا مسوولین او ځایي اوسېدونکي په دې ولایت کې د ورته روغتیایي مرکزونو فعالیت د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.

سیمه ییز مسوولین وایي، ژر به د دې ولایت ټولو ولسوالیو او مرکز په شمول، د ۱۲ نورو۵۰ بستریزو روغتونونو چارې هم پېل شي چې ورسره به په دې ولایت کې روغتیایي مرکزونو ته د خلکو لاس رسۍ لا اسانه شي.

د خوست عامې روغتیا رییس اخترمحمد عکرمه  وايي: « موږ په ملکی روغتون کې آی‌سي‌یو، اوکسیجن پلان او نور امکانات برابر کړي او هڅه کوو هغه ټول خدمات برابر کړو چې خلک ورته اړتیا لري.»

د خوست اوسیدونکي اصف الرحمن  وايي: « دلته ډېرې نیمګړتیاوې شته، ځکه خوست کې ډول ډول ناروغۍ دي. زه هیله لرم د لګښتونو، فیس او خدماتو په اړه هغه ژمنې عملي کړي چې وعده یې کړې.»

د خوست بل اوسېدونکی تاج الدین وايي: «  دا روغتون د خوست خلکو لپاره لویه خبره ده. که خیر و له کابل، اسلام اباد او دغه راز بهرنیو هېوادونو ته له تګ به خلاص شو.»

خوست کې د بدر په نوم د دې روغتون د خدمتونو پیل پرمهال، د کورنیو چارو وزیر همدا راز څرګنده کړه چې افغانان له نړۍ سره د دوښمنۍ پر ځای د متقابل احترام او همکارۍ اړیکې غواړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په جګړو کې لګول کېدونکي امکانات اوس د افغانستان د بیارغونې او د خلکو د هوساینې لپاره ولګوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist