Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/11

هلمند کې په تېرو پنځو کلونو کې د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۱۰۹ څخه ۲۶۱ ته لوړ شوی.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دې موده کې ۱۵۲ نوي مرکزونه جوړ شوي چې ورسره د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه هم پراخه شوې ده.

د هلمند عامې روغتیا رییس، نقیب الله فاتح وايي: « په هلمند ولایت کې روغتیايي مرکزونه ډېر کم وو او شمېر یې تر ۱۰۹ ته رسېده. دا مهال هلمند کې د روغتیايي مرکزونو شمېر ۲۵۷ ته لوړ شوی. موږ په دې هم بریالي شوي یو چې تر ۴۰ سلنه روغتیايي مرکزونو ته خپلې ودانۍ جوړې کړو.»

د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي،  د روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا لپاره نور پلانونه هم لري.

 د دوی په خبره، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري پلان منظور شوی چې د هلمند په هره ولسوالۍ کې یو لوی روغتیايي مرکز جوړ شي.

نقیب الله فاتح زیاتوي: « د امیرالمؤمنین په امر د هلمند په هره ولسوالۍ کې د یوه لوی روغتون د جوړېدو پلان لرو.»

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له زیاتېدو هرکلی کوي او وايي، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا کولی شي د ناروغانو د درملنې ستونزې راکمې کړي.

د هلمند اوسېدونکی محمدحسن وايي: « اوس چې د هلمند نفوس هم زیات شوی، نو اړتیا ده چې د روغتونونو شمېر هم ډېر شي. د نفوسو له ډېرېدو سره ناورغان هم ډېرېږي او دا به ډېر ښه شي که نور روغتونونه هم جوړ شي.»

د هلمند اوسېدونکی عبدالله وايي: « موږ نه یوازې د هلمند بلکې د افغانستان په هر ګوټ کې پر آبادۍ خوښ یو. موږ هیله لرو د هلمند ترڅنګ، د افغانستان په هره ولسوالۍ کې سهولتونه رامنځته شي.»

د هلمند د عامې روغتیا ریاست په داسې حال کې د روغتیايي مرکزونو د لا زیاتېدو خبر ورکوي چې لا هم د دې ولایت په ځینو لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا اړتیا شته. مسوولین ټینګار کوي چې په راتلونکو پلانونو کې د ټولو ۱۸ ولسوالیو لپاره د لویو روغتیايي مرکزونو جوړول هم شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist