Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/10/28

راپورونه وايي، د پاکستان پوځي واکمنان اوسمهال د خپلو پالیسو د تطبیق لپاره یو شمېر سیاسي مخالفین او ولسونه نه یوازې په محدودیت کې ساتي بلکې ور سره همهاله د ځپلو لپاره بېلابېلي پلمې لټوي.

په خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او  اړوند ادارو یې د وسله والو مرګوني بریدونه، د سیاسي ګوندونو سخت اختلافونه او د اقتصادي محدودیتونو له امله د ولسونو تقابل هغه سترې ننګونې دي چې د پاکستان پوځي واکمني یې د خپل کنټرول لاندې جغرافیه کې تجربه کوي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر، ایمل ولي خان  وايي،  اسلام اباد د خپلو نظامي مخالفو اړخونو مرکزونه پېژني او ورته معلوم دي، خو د خپلې سیاسي موخو لپاره پښتنې سیمې تل د اور په لمبو سوځي. 

ولي خان زیاته کړې: « کله چې عام خلک د وسله والو او د هغوی د مرکزونو په اړه معلومات لري، نو دومره استخباراتي ادارې ولې له دې معلوماتو نه دي خبرې؟ د وسله والو له منځه وړلو لپاره باید له وسله والو سره د مرستې او اسانتیاوو برابرولو لړۍ بنده شي.»

په سیاسي برخه کې د پاکستان پوځي رژيم پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکو اختلافونو تر څنګ، د دې رژيم پر وړاندې وسله والو خوځښتونو هم تر نورو وختونو شدت موندلی.

تازه تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) ته منسوبو ادرسونو ویلي چې د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل کې یې د پاکستان په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي.

هغه ویډیو چې ددې ډلې له لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ورښيي چې وسله وال کسان د پاکستان په پوځي موټرو مخامخ ډزې کوي.

د سیه ییز وضعیت څارونکي وايي، اسلام اباد تل د لوېدیځ د اهدافو د تحقق په موخه هغه محکوم ولسونه ځپي چې پاکستان یې له وړاندې بنسټیز حقونه ترې اخیستي دي.

د چارو شنونکی، احمد خان اندړ وايي: « زه باور لرم چې اوس نړۍ هم د پاکستان په دې مکارانه سیاست پوهه شوې او د محکوم افغانستان ولسونه هم خپل مقاومت او غوښتنې هېڅکله نه دروي. نو د پاکستان لپاره لازمه ده چې په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي او د خلکو حقوق ورکړي.»

باور دا دی چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او یو شمېر نورو سیمو کې د اسلام اباد روانه پوځي سټراټیژي به نه یوازې سیمه ییز ټیکاو وننګوي بلکې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د وسله والو مخالفتونو جبهې به نورې هم زیاتې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو
افغانستان

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی
افغانستان

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري
افغانستان

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ
افغانستان

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026

وروستي خبرونه

اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist