د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کابل نړیوال نندارتون په مرکز کې د افغانستان د کانونو او معدني منرالونو لومړني درې ورځني نندارتون پرانستغونډې ته خبرو کې د ریا ست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وايي چې د اسلامي امارت مسوولین د هېواد اقتصادي ودې او رغنېزې پراختیا په برخه کې جدي او اغېزناک ګامونه پورته کړي.
حنفي زیاتوي چې افغانستان د معدونونو له پلوه بډایه هېواد دی او د کانونو د استخراج په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو او اسانتیاوو په نظر کې نیولو سره، له بهرنیو بانګوالو غواړړو چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي: « له دې نندارتون جوړولو څخه موخه، د کاني محصولاتو معرفي کول ده. دغه نندارتون د داخلي او خارجي پانګوالو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو برابرولو لپاره مهم ګام دی. زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان کانونه په علمي او مسلکي توګه استخراج او پروسېس شي. په دې سره له یوې خوا زموږ هېواد آباد شي او له بلې خوا زموږ خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایت الله بدري بیا وايي چې افغانستان د منرالونو غني زېرمې لري او حکومت د قانوني استخراج له لارې غواړي اقتصادي وده چټکه او بېکاري کمه کړي.
د نوموړي په خبره، په پلان کې ده چې تر راتلونکي یوه کال پورې د صادراتي توکو د پروسېس یو واحد مرکز جوړ شي.
بدري دغه راز زیاتوي، د کانونو په برخه کې تر درې زرو ډېر تړونونه لاسلیک شوي او شاوخوا سل زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.
هدایت الله بدري وايي: « په ټول افغانستان کې د قېمتي ډبرو د استخراج ۵۱۰ حرفوي جوازونه صادر شوي دي. همدارنګه په کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې ۱۲۸۷ د زر وینځلو مسلکي جوازونه وېشل شوي دي. همدارنګه، د معدني موادو د پروسېس لسګونه فابریکې جوړې او فعالیتونه یې پيل کړي دي.»
بله خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی وايي چې په تېر کې به د افغانستان کاني منرالونه د نورو هېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېدل، خو د اسلامي امارت له بیاځل راتګ سره دغه منرالونه د افغانستان په نوم نړیوالو بازارونوته صادرېږي.
د عزیزي په خبره، تر راتلونکو لسو کلونو د هېواد د ۱۸ سترو رغنېزو پروژو د پلي کېدو لپاره۱۵۰ میلیارده ډالرو ته اړتیاده. نور الدین عزیزي دغه راز وايي چې د نړیوالو ادارو د ارزونو له مخې، افغانستان یوازې د لېتیمو برخه کې د درې ټرېلیون ډالرو په ارزښت کاني زېرمې لري.
د صعت او سوداګرۍ وزیر وايي: « مرکز پروسېس زون های افغانستان به تر راتلونکي یوه کاله فعال شي. که دا معدني مواد وي، یا کرنیز او یاهم صنعتي؛ د پروسېس په همدې زونونو کې به تر مراحلو تېر شي او له هغه وروسته به د افغانستان له صادراتو څخه هېڅوک ناوړه ګټه پورته نه کړای شي.»
په یاده غونډه کې د خبرو پرمهال د مس عینک کان اړوند«اېمسيسي» شرکت رییس، وان جي چانګ افغانستان د طبیعي منابعو او معدني منرالونو څخه ډک هېواد یاد کړ او د اوږد مهاله پانګونې لپاره یې د امنیت ټینګښت اړین وباله.
نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت د سترو پروژو لپاره ښه امنیتي چاپېریال برابر کړی.
وانجېچانګ د خپلو خبرو پرمهال وايي: « کله چې د افغانستان د کاني زېرمو په اړه خبرې کوو، نو د مس عینک کان نه شو هېرولی. دا یوه ستره پروژه ده. په دې پروژه کې افغان کارګرانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، د اړتیا په صورت کې ځينې چین ته د لا زیاتو مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره استوو. د مس عینک پروژه د کان کیندنې په برخه کې د تاریخي اثارو د لرلو له پلوه د نړۍ یوه له ستونزمنو پروژو څخه ده. دا پروژه نه یوازې د معادنو له پلوه د نړۍ یوه له سترو پروژو څخه ده بلکې د افغانستان او چین ترمنځ د دوستۍ د پول خیثیت هم لري.»
افغانستان چې د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد بلل کېږي، حکومتي مسوولین يي اوس هڅه کوي د دغو سرچینو په مسلکي استخراج، پروسېس او صادراتو سره د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي؛ خو د دغو موخو ترلاسه کول به له دې سره تړلي وي چې د کانونو په برخه کې اعلان شوي فرصتونه څومره عملي پانګونه جذب، کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره زمینه برابره کړي.