Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هلمند کې کولرا ته په ورته ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/13

له تیرو درې ورځو راپدیخوا د هلمند ولایت بست روغتون ته له بغران او نادعلي ولسوالیو لسګونه ناروغان،چې شدید اسهالات او نس ناستی لري  وروړل شوي دي. 

دعامې روغتیا وزارت وايي،بغران ته یې درمل او روغتیايي ټیمونه لیږلي او ناروغي مهار شوې، خو د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون کې د بستر شویو ناروغانو د کورنۍ غړي بیا وايي، دغې ناروغۍ له ۲۰  زیات کسان مړه کړي او لسګونه نور پرې اخته دي.

د هلمند یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ د ولسوالۍ  له مرکزه په  لرې  یوه ځای کې اوسېږو، هلته بې شمېر ناروغان پیدا شوي دي. خلک وايي، تر ۲۰ پورې ماشومان یې مړه کړي دي او ګڼ شمېر نور پرې اخته شوي دي.» 

د هلمند یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«  له بغران ولسوالۍ راغلی یم. یو ناروغ مې راوستی دی. نه پوهېږم،چې دا څه ډول ناروغي ده، وبا ده او که کومه بله ناروغي ده.»

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین کولرا ته پر ورته ناروغۍ د اخته ناروغانو او مړو په اړه مالومات نه ورکوي،خو د بغران او نادعلي ولسوالیو اوسېدونکي د ناروغانو شمیر سلګونه تنه یادوي.

د هلمند یو تن اوسېدونکی وايي:« دغې ناروغۍ ( کولرا) ۱۸ ماشومان مړه کړي. دا ما خپله لېدلي دي.نور تاسو په دې روغتونونو کې وګورئ، ډېر کسان پرې اخته شوي دي.» 

روغتیاپالان د کولرا ناروغي خطرناکه بولي او ټینګار لري،چې ناروغ باید پر وخت روغتون ته ورسول شي.

د بست روغتون د داخله څانګې مسوول ډاکټر جعفر وطن وال وايي:«  په بغران ولسوالۍ کې چې کولرا ناروغي رامنځته شوې، په واقعا ماشومان د لویانو پرتله ډېر پرې اخته شوي دي. دا باکټریا په ډېره چټګه توګه له یوه انسانه بل انسان ته، د ناپاکه اوبو او ناپاکه خوړو په واسطې سره انتقال کېږي.» 

وطن وال وايي، هغه سیمو ته چې دغه ناروغي په کې خپره شوې،نباید تګ راتګ وشي او پر وینا یې د ناپاکه خوړو او ناپاکه اوبو له څښلو باید ډډه وشي.

دغه راز وطن وال وايي، کولرا یوه، باکتریایی ناروغي ده،چې په ډېرې چټکۍ له یوه انسان بل ته انتقال کیږي او وايي،پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو مخنیوي لپاره باید له پاکو او جوش کړو اوبو استفاده وشي او د کاریزونو او نا پاکه اوبول له څښلو دې ډډه وشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist