Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی چې په خوارځواکۍ د اخته ۳.۷ میلیونه افغان ماشومانو له ډلې، یو میلیون یې د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج الدین اویواله، له کابل څخه د یوه ویډیوکنفرانس له لارې په جنوا کې خبري غونډې ته ویلي چې۴۰ سلنه هغه ماشومان چې د شدیدې خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له امله روغتونونو ته وړل کېږي،  له شپږو میاشتو کم عمر لري.

اویواله وړاندې ویلي، افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د ټولو پېښو اتیا سلنه، له دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان جوړوي.

اویواله دغه راز ویلي، خوارځواکي د ډېرو کم‌عمره ماشومانو د مړینې زیاتېدو په برخه کې مرکزي رول لري.

تاج الدین اویواله زیاته کړې: « په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ یا «ویسټنګ» له ستونزې سره مخ دي.  په دغو ماشومانو کې یو میلیون ماشومان د شدیدې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ له امله ځوریږي او که درملنه یې ونه شي او موږ ژر اقدام ونه کړو، دا یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي.»

د یونیسف استازي دغه راز ویلي، د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون څخه ډېر ماشومان د منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ د لوړ خطر له امله روغتونونو کې بستر شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د جولای په پرتله، د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د هغو ماشومانو شمېر چې د شدیدې خوارځواکۍ او طبي اختلالونو له امله بستر شوي، یو پر درېیمه زیات شوی او له ۶ زرو څخه ۸ زرو ته رسېدلی دی.

افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د کورنیو جګړو او پرله‌پسې بحرانونو له امله څو ځله د لوږې له سختو کړکېچونو سره مخ شوی.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد اقتصادي وضعیت هم له سخت بحران سره مخ شو.

اویواله ویلي، د جولای په میاشت کې یې د کندهار سیمه‌ییز روغتون ته هم سفر کړی و، هغه روغتون چې د افغانستان په جنوب کې پنځو ولایتونو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

اویواله په دې اړه ویلي: « هلته مې ګڼ شمېر کم ‌عمره ماشومان ولیدل چې د خوارځواکۍ له امله له روغتیايي اختلال سره مخ وو او تر درملنې لاندې وو.  دا پېښې په افغانستان کې د یوې لا پراخې او مخ په خرابېدو ستونزې څرګندونه کوي.  خو د دې بحران ریښې له هغه ځایه پیلېږي چې ماشوم لا روغتون ته نه وي رسېدلي.»

یونیسف تېره میاشت د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په کچه د ماشومانو د خوارځواکۍ او د هغوی د کورنیو د خوړو وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړ. د دې راپور موندنې د اندېښنې وړ بلل شوې دي.

یونیسف وایي، کورنۍ په لومړي ګام کې د مغذي خواړو مصرف کموي، ماشومان د خواړو لږ ډولونه خوري، د خواړو اندازه کمېږي، ځینې وخت خواړه پرېښودل کېږي او په پای کې ځینې ماشومان له لوږې سره مخ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist