د نړیوالو روغتیايي مقرراتو له مخې، د پولیو ویروس د نړیوالې خپرېدنې په اړه د بېړني حالت کمېټې ۴۵مه غونډه، د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس له خوا د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۴مه، د یوه ویډیوي کنفرانس له لارې جوړه شوه. په دې غونډه کې اغېزمنو هېوادونو ګډون درلود او د روغتیا نړیوال سازمان له هڅو یې ملاتړ وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ګډون د پنځو نورو هېوادونو مالاوي، نایجیریا، پاکستان، سومالیې او توګو په تړاو د پولیو خطر د کمولو لپاره تازه معلومات وړاندې کړي.
دې سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جنوري د وروستۍ بېړنۍ کمېټې غونډې راهیسې په افغانستان او پاکستان کې په ټولیز ډول ۱۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۱۴ یې په افغانستان او ۲ نورې یې په پاکستان کې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: « د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د وروستۍ بېړنۍ کمېټې غونډې راهیسې، په دې دوو هېوادونو کې د ۱۶ تازه پېښو راپور ورکړل شوی چې ۱۴ یې په افغانستان او ۲ په پاکستان کې دي. په افغانستان کې له راپور شویو ۱۴ نویو پېښو څخه ۱۱ یې په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوې وې. په افغانستان کې پېښې د هېواد له جنوبي او ختیځو سیمو راپور شوې، په داسې حال کې چې په پاکستان کې پېښې د خیبر پښتونخوا او سند له صوبو راپور ورکړل شوې دي.»
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د چاپېریالي ساتنې له مخې په ۲۰۲۵ م کال کې د نړۍ په کچه ټولې ۷۴۷ پېښې یا نمونې ثبت شوې چې ۹۴ یې په افغانستان، ۶۵۱ په پاکستان او ۲ په جرمني هېوا کې ثبت شوې دي. په ۲۰۲۶ م کال کې تر دې دمه په افغانستان او پاکستان کې د ۴ پېښو راپور ورکړل شوی چې درې په افغانستان او یوه پېښه په پاکستان کې ده.
د دې سازمان موندنې ښيي چې په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو او د ښځینه روغتیايي کار کوونکو محدود ګډون له امله د ۲۰۲۴ م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې، کور په کور د واکسین کمپاینونه نه دي ترسره شوي چې دې وضعیت د ټولو ماشومانو د بشپړ پوښښ امکان محدود کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: « د ۲۰۲۴ ز کال اکټوبر راهیسې د امنیتي اندېښنو له امله کور په کور واکسین کمپاین نه دی ترسره شوی. دې وضعیت د ټولو ماشومانو د بشپړ پوښښ امکان محدود کړی. همهاله، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ګډون هم په ټوله کې ډېر کم دی، په ځانګړي ډول په جنوبي سیمو کې. کمېټې اندېښنه څرګنده کړه چې د کور په کور واکسیناسیون د نه شتوالي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د محدود ګډون له امله له یوې سیمې تر بلې سیمې کمپاینونه ډېری وخت ټولو ماشومانو ته نه رسېږي حتی کم عمره ماشومانو ته هم نه.»
دې کمېټې په خپل راپور کې زیاته کړې چې د پولیو ویروس د نړیوالې خپرېدنې خطر لا هم د یو نړیوالې اندېښنې په توګه موجود دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د موجودیت ځینې لاملونو ته اشاره کړې او لپاره یې ځینې لنډمهاله سپارښتنې هم وړاندې کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: « په افغانستان کې له یوې سیمې تر بلې، د واکسیناسیون تګلاره او په پاکستان کې د ځینو سیمو نابرابر کیفیت، په ځینو ټولنو کې د واکسین په اړه زړه نازړهتوب، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو دوامدار تګ راتګ، په ځانګړي ډول له پاکستانه افغانستان ته راستنېدونکي کسان؛ له دواړو هېوادونو څخه نورو ګاونډیو او لرې هېوادونو ته د خلکو تګ راتګ چې د نړیوالې خپرېدنې خطر څرګندوي. د عادي واکسیناسیون پوښښ زیاتول، د پولیو ویروس د څارنې سیسټم پیاوړی کول، مسافرو ته د نړیوال واکسیناسیون یا وقایې سند ورکول او د ټولو خلکو لپاره د لوړ کیفیت څارنه یقیني کول.»
دې سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې د افغانستان جنوبي سیمې تر ټولو زیاتې اندېښنې وړ سیمې دي؛ ځکه هلته شدید لېږد او د اوږدې مودې لپاره د نا کشف شوي ویروس د خپرېدو شواهد موجود دي.
همدارنګه یې ویلي چې په جنوبي خیبر پښتونخوا کې پروګرام له جدي ستونزو سره مخ دی او اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۵۰ زره ماشومان د ناامنۍ له امله ورته نه دي رسېدلي.