Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین د یوه بل کمپاین پرانستلو پر مهال، د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د دې  ولایت په مختلفو سیمو کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

مسوولانو زیاتوي، یادې پېښې وروسته له هغې ثبت شوې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ چټکه شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « موږ پنځه مثبتې واقعې لرو او کوښښ کوو چې ښه رسیدګي ورته وکړو. زموږ هڅه دا ده چې د پولیو ګراف نور هم راټیټ کړو. موږ خپل پوښښ تر ۹۸ سلنو رسولی و، خو له پاکستان څخه په زور د مهاجرو له شړلو سره په مهاجرو ماشومانو کې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.»

د مسوولانو په خبره، د دې مثبتو پېښو د کنټرول په موخه د ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینونو کمپاین پیل شوی چې په کې د واکسین څاڅکي او زرقي ډولونه شامل دي.

ختیځ زون کې د کتلوي معافیت آمر روغتیاپال حکم خان ګلابزوی وايي: « دغه کمپاین د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ترسره کېږي چې په ۱۴ کې به د خولې له لارې څاڅکي ورکړل شي او اووه ورځې به ادامه ولري. په پاتې اتو ولسوالیو کې به د پولیو زرقي واکسین تطبیق شي او څلور ورځې به ادامه ولري. په دې کمپاین کې به ۹۸۰ زره ماشومانو ته واکسین وشي.»

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، دا کمپاین د ۶۰۰۰ رضا کارانو او سلګونه سوپروایزرانو او روغتیایي مبلغانو پر مټ کیږي.

حکم خان ګلابزوی په دې اړه وايي: « په دغه کمپاین کې ۳ زره ټیمونه یا ۶ زره رضاکاران، ۴۵ سوپروایزران او ۱۱۳ کوارډیناټوران شامل وي چې له ډلې یې ۳ زره  ښځې هم د عامه پوهاوي لپاره کار کوي.»

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار ۹۸ سلنه سیمو کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقېږي او هڅه کېږي چې دا فیصدي سلو ته ورسول شي چې د ماشومانو ګوزڼ له دې ولایت څخه محو شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist