Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) ضد واکسین د یوه بل کمپاین پرانستلو پر مهال، د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د دې  ولایت په مختلفو سیمو کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

مسوولانو زیاتوي، یادې پېښې وروسته له هغې ثبت شوې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ چټکه شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « موږ پنځه مثبتې واقعې لرو او کوښښ کوو چې ښه رسیدګي ورته وکړو. زموږ هڅه دا ده چې د پولیو ګراف نور هم راټیټ کړو. موږ خپل پوښښ تر ۹۸ سلنو رسولی و، خو له پاکستان څخه په زور د مهاجرو له شړلو سره په مهاجرو ماشومانو کې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.»

د مسوولانو په خبره، د دې مثبتو پېښو د کنټرول په موخه د ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینونو کمپاین پیل شوی چې په کې د واکسین څاڅکي او زرقي ډولونه شامل دي.

ختیځ زون کې د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حکم خان ګلابزوی وايي: « دا کمپاین د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ترسره کېږي چې په ۱۴ کې به د خولې له لارې څاڅکي ورکړل شي او اووه ورځې به ادامه ولري. په پاتې اتو ولسوالیو کې به د پولیو زرقي واکسین تطبیق شي او څلور ورځې به ادامه ولري. په دې کمپاین کې به ۹۸۰ زره ماشومانو ته واکسین وشي.»

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، دا کمپاین د ۶۰۰۰ رضا کارانو او سلګونه سوپروایزرانو او روغتیایي مبلغانو پر مټ ترسره کیږي.

حکم خان ګلابزوی په دې اړه وايي: « په دې کمپاین کې ۳ زره ټیمونه یا ۶ زره رضاکاران، ۴۵ سوپروایزران او ۱۱۳ کوارډیناټوران شامل وي چې له ډلې یې ۳ زره تنې ښځې هم د عامه پوهاوي لپاره کار کوي.»

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار ۹۸ سلنه سیمو کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول کېږي او هڅه کېږي چې دا فیصدي سلو ته ورسول شي، ترڅو د ماشومانو ګوزڼ له دې ولایت څخه محو شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي
روغتیا

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی
روغتیا

د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

اگست 12, 2026
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل
روغتیا

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

اگست 12, 2026
هرات کې  د درملو یوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ
روغتیا

هرات کې د درملو یوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ

اگست 11, 2026
د تخار اوسېدونکي د ولایتي روغتون ظرفیت لوړونې غوښتنه کوي
روغتیا

د تخار اوسېدونکي د ولایتي روغتون ظرفیت لوړونې غوښتنه کوي

اگست 10, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

اگست 17, 2026
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

امریکا ته د متقي بلنه: کابل کې خپل سفارت پرانیزئ او کانونو کې پانګونه وکړئ

اگست 17, 2026
عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

اگست 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist