Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/13

لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، تېر یوه کال کې یې د دې زون په کچه پنځه ولایتونو کې یې د اوبو رسونې، روغتیا، کرنې او سرپناه برخه کې د څه باندي ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت پروژې تطبیق کړي.
د دوی په خبره هرات، بادغیس، فراه، غور او نیمروز ولایتونو کې یې نږدې ۲۰ زره اړمنو کورنیو ته نقدي او غیر نقدي مرستو وېشلې او ترڅنګ یې، په رواني ناروغیو اخته زر تنو ناروغانو درملنه هم کړې.

لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې حوزوي عبدالبصیر رحماني وايي: « د پروژو، انکشافي او پراختیايي چارو په برخه کې په ۱۴۰۴ کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې په لوېدیځ زون کې مختلفې پراختیايي او انکشافي پروژې پلې شوې دي. په دې پروژو کې د اوبو رسولو، د پاکۍ ساتلو، ساختماني او سرپناه جوړولو  پروژې شاملې دي.»
د افغاني سرې میاشتې استازولۍ رییس احمد راشد هرات
وايي: « افغاني سرې میاشتې ټولنه د کوچنیو سوداګریو په څېر پروژې لري چې دا بیا د خیاطۍ، شیریني پخولو، ګلدوزۍ او خلکو ته د سرپناه جوړولو په برخه کې دي. پیسې د کار په بدل کې هم پروژې لرو او دغه راز د فني حرفوي زده کړو پروژې لرو.»

مسوولین همداراز زیاتوي، د ۱۹۸۸ زېږدیز کال راهیسې ورسره ۳۵ زره تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان ثبت شوي چې تر اوسه یې د ۱۷ زره تنو درملنه شوې او ۱۳ زره نور هغه یې درملنې ته په تمه دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خواله رسنیو مدیر فضل حق مقصودیار وايي: « ځینې ماشومان د سورې زړه په ناروغۍ اخته کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه دې وضعیت ته په کتو، له لسو داخلي روغتونونو سره قراردادونه لرل او دا ډول ناروغ ماشومانو مو ورمعرفي کول. خو دا چې اوس تقاضا پورته لاړه، پلان نیول شوی چې موږ باید خپله یوه تخصصي قلبي شفاخانه ولرو.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ۱۵۰ تنو ښځو ته حرفوي روزنه ورکړل شوې او د کار کولو لپاره ورته ۴ میلیونه افغانۍ نقدي پیسې هم وېشلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist