لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، تېر یوه کال کې یې د دې زون په کچه پنځه ولایتونو کې یې د اوبو رسونې، روغتیا، کرنې او سرپناه برخه کې د څه باندي ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت پروژې تطبیق کړي.
د دوی په خبره هرات، بادغیس، فراه، غور او نیمروز ولایتونو کې یې نږدې ۲۰ زره اړمنو کورنیو ته نقدي او غیر نقدي مرستو وېشلې او ترڅنګ یې، په رواني ناروغیو اخته زر تنو ناروغانو درملنه هم کړې.
لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې حوزوي عبدالبصیر رحماني وايي: « د پروژو، انکشافي او پراختیايي چارو په برخه کې په ۱۴۰۴ کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې په لوېدیځ زون کې مختلفې پراختیايي او انکشافي پروژې پلې شوې دي. په دې پروژو کې د اوبو رسولو، د پاکۍ ساتلو، ساختماني او سرپناه جوړولو پروژې شاملې دي.»
د افغاني سرې میاشتې استازولۍ رییس احمد راشد هرات وايي: « افغاني سرې میاشتې ټولنه د کوچنیو سوداګریو په څېر پروژې لري چې دا بیا د خیاطۍ، شیریني پخولو، ګلدوزۍ او خلکو ته د سرپناه جوړولو په برخه کې دي. پیسې د کار په بدل کې هم پروژې لرو او دغه راز د فني حرفوي زده کړو پروژې لرو.»
مسوولین همداراز زیاتوي، د ۱۹۸۸ زېږدیز کال راهیسې ورسره ۳۵ زره تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان ثبت شوي چې تر اوسه یې د ۱۷ زره تنو درملنه شوې او ۱۳ زره نور هغه یې درملنې ته په تمه دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خواله رسنیو مدیر فضل حق مقصودیار وايي: « ځینې ماشومان د سورې زړه په ناروغۍ اخته کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه دې وضعیت ته په کتو، له لسو داخلي روغتونونو سره قراردادونه لرل او دا ډول ناروغ ماشومانو مو ورمعرفي کول. خو دا چې اوس تقاضا پورته لاړه، پلان نیول شوی چې موږ باید خپله یوه تخصصي قلبي شفاخانه ولرو.»
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ۱۵۰ تنو ښځو ته حرفوي روزنه ورکړل شوې او د کار کولو لپاره ورته ۴ میلیونه افغانۍ نقدي پیسې هم وېشلې دي.