د هرات ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام(یو.اېن هبیتات) له لوري یو روغتیایي مرکز، انتظار خونه او د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه.
د دې پروګرام مسوولان وایي، د هرات زندجان ولسوالۍ ۱۸ کلیو سربېره په کابل، کندوز او بامیان ولایتونو کې هم د جاپان د خلکو په مالي ملاتړ ورته پروژې لري چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو د ظرفیت لوړول، پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي ډېرول، د لارو جوړول او د سیمې له اوسېدونکو ملاتړ دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام مشره ستیفیني لوز وايي: « موږ د اوبو رسولو په برخه کې د پروژو ترڅنګ، د سرپناه او استوګنې پروژې هم پلي کوو. زموږ تګلاره یوه هر اړخیزه او مدغمه تګلاره ده؛ په دې مانا چې موږ پوهېږو خلک یوازې سرپناه او کور ته اړتیا نه لري بلکې د پاکو اوبو، حفظالصحې او نورو بنسټیزو خدمتونو لاسرسی هم ورته مهم دی. له همدې امله، زموږ د فعالیتونو او پروژو ساحه ډېره پراخه ده. موږ په دې برخه کې ډېرې ننګونې وینو او خوښ یو چې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او مرستې زمینه برابروو. موږ له ډېرې مودې راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې هم د افغانستان له خلکو سره خپلو فعالیتونو او ملاتړ ته دوام ورکړو.»
د ملګرو ملتونو د بیا مېشتېدنې پروګرام مسوول عبدالدیان راسخ وايي: « دا پروژې د جاپان خلکو او جایکا موسسې په مالي ملاتړ جوړې شوې دي. د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ په ۱۸ کلیو کې زموږ فعالیتونه ادامه لري او دغه راز د کابل ولایت په ۲۰ ساحو کې هم پروژې لرو.»
د زندهجان ولسوالۍ روغتیایي مرکز مسوولین وایي، هره ورځ تر ۳۵۰ پورې ناروغان د درملنې لپاره دې مرکز ته مراجعه کوي.
دوی زیاتوي، د ولسوالۍ د نفوس له زیاتېدو سره د روغتیایي خدمتونو اړتیا هم ډېره شوې او اړینه ده چې د دې مرکز ظرفیت لوړ شي، ترڅو ناروغانو ته پر وخت او مناسب روغتیایي خدمات وړاندې شي.
اوسېدونکي هم له مسوولینو غواړي چې د روغتیایي مرکزونو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ، په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونه جوړ او د خلکو د اړتیا وړ خدمات ورته برابر کړي.
د زندهجان ولسوالۍ د روغتیایي مرکز مسوول حامد میرزایي وايي: « دا چې زموږ د ولسوالۍ نفوس ورځ تر بلې زیاتېږي، که چېرې کلینیک د روغتیايي مرکز او روغتون کچې ته لوړ شي، دا به ډېر ښه کار وشي.»
د زندهجان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالسلام وايي: « زموږ ډېر خلک کلینیک ته لاسرسی نه لري او نفوس هم زیات دی، که چېرې یوه آشیانه جوړ شي او سراپا خدمتونه وړاندې شي، ترڅو بیا کلنیک ته ورسول شي.»
د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام په افغانستان کې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کولو او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په برخو کې فعالیت کوي.
د دې پروګرام د فعالیتونو له مهمو برخو څخه د سرپناه او کورونو جوړول او بیارغول، پاکو اوبو او حفظالصحې ته د خلکو لاسرسي ډېرول، د روغتیایي مرکزونو جوړول او بیارغونه، د سړکونو او نورو بنسټیزو زیربناوو پراختیا، ښاري پلان جوړونه، د بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ملاتړ او د خلکو د معیشت پیاوړي کول شامل دي.