Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/12

د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام(یو.اېن هبیتات) له لوري یو روغتیایي مرکز، انتظار خونه او د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروګرام  مسوولان وایي، د هرات زندجان ولسوالۍ ۱۸ کلیو سربېره په کابل، کندوز او بامیان ولایتونو کې هم د جاپان د خلکو په مالي ملاتړ ورته پروژې لري چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو د ظرفیت لوړول، پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي ډېرول، د لارو جوړول او د سیمې له اوسېدونکو ملاتړ دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام مشره ستیفیني لوز وايي: « موږ د اوبو رسولو په برخه کې د پروژو ترڅنګ، د سرپناه او استوګنې پروژې هم پلي کوو. زموږ تګلاره یوه هر اړخیزه او مدغمه تګلاره ده؛ په دې مانا چې موږ پوهېږو خلک یوازې سرپناه او کور ته اړتیا نه لري بلکې د پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او نورو بنسټیزو خدمتونو لاسرسی هم ورته مهم دی. له همدې امله، زموږ د فعالیتونو او پروژو ساحه ډېره پراخه ده. موږ په دې برخه کې ډېرې ننګونې وینو او خوښ یو چې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او مرستې زمینه برابروو. موږ له ډېرې مودې راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې هم د افغانستان له خلکو سره خپلو فعالیتونو او ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د  ملګرو ملتونو د بیا مېشتېدنې پروګرام مسوول عبدالدیان راسخ وايي: « دا پروژې د جاپان خلکو او جایکا موسسې په مالي ملاتړ جوړې شوې دي. د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ په ۱۸ کلیو کې زموږ فعالیتونه ادامه لري او دغه راز د کابل ولایت په ۲۰ ساحو کې هم پروژې لرو.»

د زنده‌جان ولسوالۍ روغتیایي مرکز مسوولین وایي، هره ورځ تر ۳۵۰ پورې ناروغان د درملنې لپاره دې مرکز ته مراجعه کوي.

دوی زیاتوي، د ولسوالۍ د نفوس له زیاتېدو سره د روغتیایي خدمتونو اړتیا هم ډېره شوې او اړینه ده چې د دې مرکز ظرفیت لوړ شي، ترڅو ناروغانو ته پر وخت او مناسب روغتیایي خدمات وړاندې شي.

اوسېدونکي هم له مسوولینو غواړي چې د روغتیایي مرکزونو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ، په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونه جوړ او د خلکو د اړتیا وړ خدمات ورته برابر کړي.

د زنده‌جان ولسوالۍ د روغتیایي مرکز مسوول حامد میرزایي وايي: « دا چې زموږ د ولسوالۍ نفوس ورځ تر بلې زیاتېږي، که چېرې کلینیک د روغتیايي مرکز  او روغتون کچې ته لوړ شي، دا به ډېر ښه کار وشي.»
د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی
عبدالسلام وايي: « زموږ ډېر خلک کلینیک ته لاسرسی نه لري او نفوس هم زیات دی، که چېرې یوه آشیانه جوړ شي او سراپا خدمتونه وړاندې شي، ترڅو بیا کلنیک ته ورسول شي.»

د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام په افغانستان کې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کولو او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په برخو کې فعالیت کوي.

د دې پروګرام د فعالیتونو له مهمو برخو څخه د سرپناه او کورونو جوړول او بیارغول، پاکو اوبو او حفظ‌الصحې ته د خلکو لاسرسي ډېرول، د روغتیایي مرکزونو جوړول او بیارغونه، د سړکونو او نورو بنسټیزو زیربناوو پراختیا، ښاري پلان جوړونه، د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ملاتړ او د خلکو د معیشت پیاوړي کول شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist