Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تخار اوسېدونکي د ولایتي روغتون ظرفیت لوړونې غوښتنه کوي

د تخار اوسېدونکي د ولایتي روغتون ظرفیت لوړونې غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/10

د تخار روغتون ډاکټران او پرسونل په کمو امکاناتو غوره خدمات او روغتیا پالنه کوي. دوی د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د تجهیزاتو له کمښت سربېره، د روغتیا پالنې لپاره هڅې دوامداره ساتلې دي.

د تخار ۲۰۰ بستریز روغتون چې هره ورځ ورته سلګونه ناروغان د دې ولایت له ۱۶ ولسوالیو او تالقانو ښار څخه مراجعه کوي.

ځایي اوسېدونکي او ناروغ لرونکي د روغتون له ډاکټرانو او د غوره خدمتونو وړاندې کولو هرکلی کوي، خو د روغتون پر ظرفیت لوړونې ځکه ټینګار کوي چې په وینا یې، ډېری وخت د ځینو امکاناتو نه شتوالي له امله مرکز او یا هم نورو ولایتونو ته خپل ناروغان انتقالوي.

د تخار یو تن اوسېدونکی وايي: «که څه هم خدمات ښه دي، خو دلته ناروغان او د هغوی پایوازان ډېر زیات دي. هیله لرو د ډاکټرانو شمېر زیات شي.»

د تخار یوبل اوسېدونکی وايي: « زه د ناروغ د کورنۍ غړي په توګه د ډاکټرانو له سلوک او خدمت راضي یم. له حکومت غوښتنه کوم چې دې روغتون او ډاکټرانو ته لا غوره تجهیزات چمتو کړي، ترڅو موږ د ناروغانو بل ځای وړلو ته اړ نه شو.»

په ورته مهال، د تخار ولایت تخصصي روغتون آمر حیات الله سالار وایي، هېوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو هڅې یې دوامداره ساتلې دي.

د نوموړي په خبره، تېرو درېیو میاشتو‌کې یې د نسایي ولادي او عمومي جراحۍ برخو کې تر ۸۰۰ پورې لوی او واړه بریالي عملیات ترسره کړي.

حیات الله سالار زیاتوي: « د تخار ولایت عمومي روغتون د جراحۍ څانګې په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۸۹ تخصصي عملیات ترسره کړي، په نسايي ولادي څانګه کې یې ۳۹۱ عملیات ترسره کړي او په آی‌پي‌ډي څانګه کې د ټولو ناروغانو شمېر ۵ زره ۶۵۴ تنو ته رسېږي. همدارنګه د سراپا یا او‌پي‌ډي څانګې د ناروغانو شمېر ۴۶ زره ۳۷۶ تنو ته رسېږي چې دلته راجسټر شوي او درملنه یې شوې.»

سیمه ییز مسوولان د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړول، په مرکزي روغتون کې د برېښنايي سیسټم فعالول او ورته د نویو طبي تجهیزاتو پېرل خپلې وروستۍ لاسته راوړنې بولي.

د تخار ولایت عامې روغتیا رییس مولوي شیخ میر صدام وايي: « موږ خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي. موږ د طبي تجهیزاتو کمښت لرو چې په کې د سټي سکن او ډیجیټل اېکسرې ماشینونه ډېر مهم دي. دغه راز، موږ نقلیه وسایطو ته اړتیا لرو. دغه وسایل په عامې روغتیا وزارت کې تر قانوني مراحلو لاندې دي او ژر به را وسپارل شي.»

که څه هم سیمه ییز روغتیايي چارواکي په تخار ولایت کې د غوره روغتیايي خدمتونو  وړاندې کولو ډاډ ورکوي، خو ځايي اوسېدونکي په ګڼو سیمو کې لا هم د روغتیايي مرکزونو کمښت هغه عمده ستونزه ګڼي چې د دې ولایت خلک ورسره  له اوږدې مودې راهیسې لاس په ګراېوان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist