د تخار روغتون ډاکټران او پرسونل په کمو امکاناتو غوره خدمات او روغتیا پالنه کوي. دوی د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د تجهیزاتو له کمښت سربېره، د روغتیا پالنې لپاره هڅې دوامداره ساتلې دي.
د تخار ۲۰۰ بستریز روغتون چې هره ورځ ورته سلګونه ناروغان د دې ولایت له ۱۶ ولسوالیو او تالقانو ښار څخه مراجعه کوي.
ځایي اوسېدونکي او ناروغ لرونکي د روغتون له ډاکټرانو او د غوره خدمتونو وړاندې کولو هرکلی کوي، خو د روغتون پر ظرفیت لوړونې ځکه ټینګار کوي چې په وینا یې، ډېری وخت د ځینو امکاناتو نه شتوالي له امله مرکز او یا هم نورو ولایتونو ته خپل ناروغان انتقالوي.
د تخار یو تن اوسېدونکی وايي: «که څه هم خدمات ښه دي، خو دلته ناروغان او د هغوی پایوازان ډېر زیات دي. هیله لرو د ډاکټرانو شمېر زیات شي.»
د تخار یوبل اوسېدونکی وايي: « زه د ناروغ د کورنۍ غړي په توګه د ډاکټرانو له سلوک او خدمت راضي یم. له حکومت غوښتنه کوم چې دې روغتون او ډاکټرانو ته لا غوره تجهیزات چمتو کړي، ترڅو موږ د ناروغانو بل ځای وړلو ته اړ نه شو.»
په ورته مهال، د تخار ولایت تخصصي روغتون آمر حیات الله سالار وایي، هېوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو هڅې یې دوامداره ساتلې دي.
د نوموړي په خبره، تېرو درېیو میاشتوکې یې د نسایي ولادي او عمومي جراحۍ برخو کې تر ۸۰۰ پورې لوی او واړه بریالي عملیات ترسره کړي.
حیات الله سالار زیاتوي: « د تخار ولایت عمومي روغتون د جراحۍ څانګې په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۸۹ تخصصي عملیات ترسره کړي، په نسايي ولادي څانګه کې یې ۳۹۱ عملیات ترسره کړي او په آیپيډي څانګه کې د ټولو ناروغانو شمېر ۵ زره ۶۵۴ تنو ته رسېږي. همدارنګه د سراپا یا اوپيډي څانګې د ناروغانو شمېر ۴۶ زره ۳۷۶ تنو ته رسېږي چې دلته راجسټر شوي او درملنه یې شوې.»
سیمه ییز مسوولان د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړول، په مرکزي روغتون کې د برېښنايي سیسټم فعالول او ورته د نویو طبي تجهیزاتو پېرل خپلې وروستۍ لاسته راوړنې بولي.
د تخار ولایت عامې روغتیا رییس مولوي شیخ میر صدام وايي: « موږ خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي. موږ د طبي تجهیزاتو کمښت لرو چې په کې د سټي سکن او ډیجیټل اېکسرې ماشینونه ډېر مهم دي. دغه راز، موږ نقلیه وسایطو ته اړتیا لرو. دغه وسایل په عامې روغتیا وزارت کې تر قانوني مراحلو لاندې دي او ژر به را وسپارل شي.»
که څه هم سیمه ییز روغتیايي چارواکي په تخار ولایت کې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکوي، خو ځايي اوسېدونکي په ګڼو سیمو کې لا هم د روغتیايي مرکزونو کمښت هغه عمده ستونزه ګڼي چې د دې ولایت خلک ورسره له اوږدې مودې راهیسې لاس په ګراېوان دي.