Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/04

ننګرهار کې د زېړي یا هیپټایټس ناروغۍ د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې روغتیايي مسوولین وايي چې که څه هم په دې ولایت کې د ژېړي په ګډون د یو شمېر ویروسي ناروغیو کچه راټیټه شوې، خو د وقایوي تدابیرو نه مراعتول، د دغو ناروغیو د بیا زیاتېدو لامل کېدای شي.

د مسوولینو په خبره، اوسمهال د ژېړي په ګډون د ګڼو ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې اسانتیاوې په وړیا توګه برابرې شوې دي او خلک باید د خپلې روغتیا د خوندي ساتلو لپاره پر وخت معاینات ترسره کړي او د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره، روغتیايي مرکزونو ته ورشي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « موږ په بېلابېلو شفاخانو کې د تور او سپین ژېړي لپاره ټېسټونه او معاینات لرو. همدارنګه د ساري ناروغیو لپاره انتاني روغتون لرو چې د مختلفو سویو ناروغانو علاج په کې کېږي. زه ویلی شم چې ساري ناروغۍ د نورو کالونو په پرتله کمې او کنټرول شوې دي.

چارواکو د عامه پوهاوي پر ارزښت هم ټینګار وکړ او وویل چې رسنۍ کولی شي وقایوي پیغامونه تر ډېرو خلکو ورسوي.

د دوی په خبره، د عامه پوهاوي پروګرامونو پراختیا به نه یوازې د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي بلکې د رسنیو د ملاتړ زمینه به هم برابره کړي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د اطلاعاتو آمر، قریشي بدلون وايي: « د عامې روغتیا ریاست له رهبرۍ غوښتنه کوو چې د عامه پوهاوي په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یا وزارت سره پوره همکاري وکړي او عامه پوهاوی ترسره کړي. په دې سره به هم موږ وقایه کړې وي او هم به مو خلکو ته پیغام رسولی وي، ناروغۍ به مو کنټرول کړې او هم به د رسنیو له اوسني کمزوري اقتصادي وضعیت ملاتړ کړی وي.»

روغتیاپالان بیا وایي، ژېړی د ککړې وینې د انتقال، د غیر اسټریل پېچکاریو او ستنو کارولو، د جراحۍ او نورو تېرو وسایلو د ګډ استعمال او په ځینو ډولونو کې د مور څخه ماشوم ته د انتقال وړ دی.

دوی سپارښتنه کوي چې خلک دې یوازې له اسټریل طبي وسایلو استفاده وکړي، د وینې د انتقال پر مهال دې د وینې معاینه یقیني کړي او له هر ډول غیر خوندي وسایلو دې ډډه وکړي.

روغتیا پال عبد الرشید وفا وايي: « خلک د هغه زرقیات نه کوي چې اړتیا ورته نه لري. د ډاکټر له مشورې پرته دې درمل او په ځانګړې توګه زرقي درمل نه  اخلي. همدارنګه له ستنو او تېرو څیزونو دې ځان وژغوري او په وخت دې د وینې معاینات ترسره کړي. د دې لپاره زموږ مرکزونه درلته شته او د دوی معاینات په وړیا توګه ترسره کېږي.»

ډاکټران په دې اند دي چې د وقایوي سپارښتنو عملي کول، پر وخت معاینات ترسره کول او د عامه پوهاوي پراختیا، د ژېړي او نورو ویروسي ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم ګامونه دي او د خلکو همکاري کولی شي د دغو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist