Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/29

له پاکستانه د درملو پر واردولو د بندیز په دوام، د عامې روغتیا وزارت وايي چې د یاد هېواد پر درملو کلک نظارت کېږي او هېڅوک اجازه نه لري چې وارد یې کړي.

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په دې اړه وايي، د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم له فرمان سره سم، له امیني او دفاعي سکټورونو سره په همغږۍ، له پاکستانه د هر ډول درملو قاچاق مخنیوی کېږي.

جلالي زیاتوي، د هېواد روغتیايي سکټور ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او د عادلانه صحي خدماتو رسولو لپاره د هر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مجهزو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړلو پلان لري.

عامې روغتیا وزیر زیاتوي: «  له پاکستانه د درملو واردات بند شوي، خو د قاچاق په اړه موږ څو ځله له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره خبرې کړې دي. د قاچاق د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین یو قانون هم توشېح شوی چې له مخې یې باید دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت متوجه وي چې د قاچاقي درملو مخه ونیسي.»

جلالي دغه راز وايي، د نړیوالو مرستندویه ادارو د مرستو له کمېدو سره، اوس دولتي روغتونونو ته د درملو پېر د دې وزارت له کورنۍ بودیجې څخه کېږي.

هاخوا د درملو پر قاچاق له بندیز سربېره، بیاهم په بازارونو کې پاکستاني درمل پیدا کیږي او دې کار د درملو د قاچاق په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

درمل پلورونکي وايي، که څه هم ډېری دا ډول درمل له بندیز وړاندې په عمده ډول هېواد ته راوړل شوي، خو له قاچاقي لارو د درملو راوړل لاهم ادامه لري.

د دوی په خبره، د پاکستانۍ درملو تشه تر ډېره کورنیو، هندي او بنګله‌دېشي درملو ډکه کړې، خو په ځینو برخو کې تقاضا نه پوره کوي او بیې یې هم لوړې شوې دي.

درمل پلورونکی احمد شاه وايي: « ډېر وخت کېږي چې پاکستاني درمل بند دي، موږ کمبوتات هم لرو، خو ځینې درمل په قاچاقي توګه راځي. اسلامي امارت ویلي چې هغه درمل چې د تولید نېټه یې له ۲۰۲۶ وروسته وي، که له چا سره پیدا شي، نو د حکومت له خوا به مصادره شي، حتا یو شمېر درملتونونه په همدې جرم بند شوي هم دي. له دې هرڅه سره، پاکستاني درمل اوس هم شته دي.»

درمل پلورونکی عبدالمتین وايي: « کوم درمل چې اوس په درملتونونو کې شته، دا هغه زاړه درمل دي او په هماغو پخوانیو بیو پلورل کېږي. همدارنګه د کندهار، خوست او تورخم له لارې قاچاقي درمل هم راځي. موږ له دولت غوښتنه کوو چې د قاچاق مخه ونیسي.»

بل پلو، ډاکټران بیا د قاچاقي درملو ټیټ کیفیت ته په کتو دا ډول درمل په ټولنه کې د ناروغیو د دوام او خلکو ته د اقتصادي ستونزو پیدا کېدو لاملونه ګڼي.

دوی پر حکومت غږ کوي چې د کورنیو تولیداتو زیاتولو سره دې د درملو په برخه کې شته خلا ډکه او د قاچاقي درملو پر واردولو دې څار زیات کړي.

ډاکټر علي قمرزی وايي: «  دا چې درمل د ساتلو لپاره ځانګړې تودوخې درجې او شرایطو ته اړتیا لري، په قاچاقي درملو کې دغه شرایط په پام کې نه نیول کېږي. هغه درمل چې په قاچاقي توګه زموږ هېواد ته راځي، بې کیفیته وي او د جعلي درملو چانس په کې ډېر زیات دی. د دې ډول درملو کارول لوی عوارض او مسمومیت پېښوي.»

دا داسې مهال ده چې عام خلک هم په بازارونو کې د درملو د بیو له لوړېدو شکایت لري او له حکومته په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې
روغتیا

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026
مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

جولای 29, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist