ملګرو ملتونو يو ځل بيا افغانستان کې د روغتيايي وضعيت او په ځانګړې توګه د زېږدون پرمهال د مور او ماشوم مړينې پر مسئله تمرکز کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) په افغانستان کې د زېږون هرو ۱۰۰زرو قضيو له ډلې ۶۰۰ هغه يې د مور يا ماشوم پر مړينې تمامېږي.
اوچا د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو موجوديت د ژوند ژغورنې لامل بللي، خو خبر داری يې ورکړی چې په ټولنه کې د ښځو پر ونډې وضع شوي محدوديتونه ژوند ژغورونکو خدمتونو ته د دوی لاسرسی لا محدودولی شي.
اوچا زیاته کړې: « د مسلکې روغتیايي کارکوونکو، قابله ګانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره ډېر مهم دی. پاملرنه او ښځينه روغتيايي کارکوونکې ژوند ژغوري، خو د ښځو پر ګډون محدوديتونه ژوند ژغورونکو خدمتونو ته د ميندو او نويو زېږدلو ماشومانو لاسرسی محدودوي.»
ډاکټران وايي، د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د ماهرو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون مهم دی، خو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
د دوی په خبره، په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو کمښت د ناروغانو لپاره ستونزې زیاتې کړې دي.
ډاکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « موږ د روغتیا په برخه کې د قابله ګانو، ښځینه ډاکټرانو او په ځانګړې توګه د مختصصو ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ یو. موږ وینو چې په لرې پرتو سیمو، ولایتونو او حتا ښارونو کې یو شمېر ښځې له زیږون وروسته د شدیدې خونرېزۍ له امله ژوند بایلي.»
ډاکټر کمین ساپی وايي: « داسې ښکاري چې د ښځینه ډاکټرانو په شمېر کې ورځ تر بلې کمښت راځی. موږ وینو چې زموږ ډېری هېوادوال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي او دا د دې سبب کېږي چې د زیږون پرمهال د مور او ماشوم مړینه زیاته شي.»
دوی وايي، ډېری مېرمنې د درملنې لپاره ښځینه ډاکټرانې غواړي، خو د کافي ښځينه پرسونل نه شتوالي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له خنډونو سره مخ کړي.
دوی وايي، د نجونو پر زدهکړو د محدوديت دوام روغتيا سکټور د ښځينه روغتيايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کوي او دا تشه په اسانۍ نه شي ډکېدلی.
د ښځو حقونو مدافع صفیه وردګ وايي: « د دې ستونزې د موجودیت او ورځ تربلې پراخېدو لامل د ښځو پر زده کړو بندیز دی. موږ په ټولنه کې داسې ډېر کسان لرو چې نه پرېږدي ښځې یې نارینه ډاکټرانو ته لاړې شي. که موږ ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې ولرو، ښځې په ډېره اسانۍ کولی شي مراجعه وکړي او خپلې ستونزې حل کړي.»
په ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د نړیوالو بنسټونو معلومات ډېری وخت له حقیقت څخه لرې وي او د یاد وزارت د معلوماتو سره ټکر لري.
دوی وایي، نړیوال بنسټونه چې کله دا ډول معلومات خپروي، باید له عامې روغتیا وزارت سره همغږي و اوسي، ترڅو خلکو ته بې ځایه اندېښنې پیدا نه شي.
د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « زموږ لاس کې شته واقعي ارقام د دوی له ارقامو سره ټکر لري. د نړیوالو ادارو له خوا خپرېدونکې شمېرې تر ډېره اټکل شوې شمېرې وي نه حقیقي. تخمین شوي ارقام له حقیقي ارقامو سره توپیر لري؛ له همدې امله، موږ له دغو ادارو غوښتنه کوو چې د هر ډول شمېرو له خپرولو وړاندې عامې روغتیا وزارت سره مشوره وکړي او واقعي ارقام خپاره کړي.»
ډاکټران ټینګار کوي چې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د شمېر زیاتوالی نه یوازې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم دی بلکې د زیږون پرمهال د مور او ماشومانو د مړینې کچې په کمولو کې هم اساسي رول لوبولی شي.