Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/02

ملګرو ملتونو يو ځل بيا افغانستان کې د روغتيايي وضعيت او په ځانګړې توګه د زېږدون پرمهال د مور او ماشوم مړينې پر مسئله تمرکز کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) په افغانستان کې د زېږون هرو ۱۰۰زرو قضيو له ډلې ۶۰۰ هغه يې د مور يا ماشوم پر مړينې تمامېږي.

اوچا د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو موجوديت د ژوند ژغورنې لامل بللي،  خو خبر داری يې ورکړی چې په ټولنه کې د ښځو پر ونډې وضع شوي محدوديتونه ژوند ژغورونکو خدمتونو ته د دوی لاسرسی لا محدودولی شي.

اوچا زیاته کړې: « د مسلکې روغتیايي کارکوونکو، قابله ګانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره ډېر مهم دی. پاملرنه او ښځينه روغتيايي کارکوونکې ژوند ژغوري، خو د ښځو پر ګډون محدوديتونه ژوند ژغورونکو خدمتونو ته د ميندو او نويو زېږدلو ماشومانو لاسرسی محدودوي.»

ډاکټران وايي، د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د ماهرو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون مهم دی، خو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د دوی په خبره، په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو کمښت د ناروغانو لپاره ستونزې زیاتې کړې دي.

ډاکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « موږ د روغتیا په برخه کې د قابله ګانو، ښځینه ډاکټرانو او په ځانګړې توګه د مختصصو ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ یو. موږ وینو چې په لرې پرتو سیمو، ولایتونو او حتا ښارونو کې یو شمېر ښځې له زیږون وروسته د شدیدې خونرېزۍ له امله ژوند بایلي.»

ډاکټر کمین ساپی وايي: « داسې ښکاري چې د ښځینه ډاکټرانو په شمېر کې ورځ تر بلې کمښت راځی. موږ وینو چې زموږ ډېری هېوادوال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي او دا د دې سبب کېږي چې د زیږون پرمهال د مور او ماشوم مړینه زیاته شي.»

دوی وايي، ډېری مېرمنې د درملنې لپاره ښځینه ډاکټرانې غواړي، خو د کافي ښځينه پرسونل نه شتوالي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له خنډونو سره مخ کړي.

دوی وايي، د نجونو پر زده‌کړو د محدوديت دوام روغتيا سکټور د ښځينه روغتيايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کوي او دا تشه په اسانۍ نه شي ډکېدلی.

د ښځو حقونو مدافع صفیه وردګ وايي: «  د دې ستونزې د موجودیت او ورځ تربلې پراخېدو لامل د ښځو پر زده کړو بندیز دی. موږ په ټولنه کې داسې ډېر کسان لرو چې نه پرېږدي ښځې یې نارینه ډاکټرانو ته لاړې شي. که موږ ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې ولرو، ښځې په ډېره اسانۍ کولی شي مراجعه وکړي او خپلې ستونزې حل کړي.»

په ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د نړیوالو بنسټونو معلومات ډېری وخت له حقیقت څخه لرې وي او د یاد وزارت د معلوماتو سره ټکر لري.

دوی وایي، نړیوال بنسټونه چې کله دا ډول معلومات خپروي، باید له عامې روغتیا وزارت سره همغږي و اوسي، ترڅو خلکو ته بې ځایه اندېښنې پیدا نه شي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « زموږ لاس کې شته واقعي ارقام د دوی له ارقامو سره ټکر لري. د نړیوالو ادارو له خوا خپرېدونکې شمېرې تر ډېره اټکل شوې شمېرې وي نه حقیقي. تخمین شوي ارقام له حقیقي ارقامو سره توپیر لري؛ له همدې امله، موږ له دغو ادارو غوښتنه کوو چې د هر ډول شمېرو له خپرولو وړاندې عامې روغتیا وزارت سره مشوره وکړي او واقعي ارقام خپاره کړي.»

ډاکټران ټینګار کوي چې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د شمېر زیاتوالی نه یوازې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم دی بلکې د زیږون پرمهال د مور او ماشومانو د مړینې کچې په کمولو کې هم اساسي رول لوبولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist