Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

UZBEKISTAN-SCO/

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/21

له ۱۹۴۹ زېږدیز کال راهیسې چې کله په چین کې کمونېست ګوند واک ته رسېدلی، د مسکو او بېجېنګ اړیکې له استثنايي ترینګلتیاوو پرته، په تدریجي ډول پیاوړې شوې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره په کې نوي نوښتونه هم رامنځته شوي دي.

خو د دواړو هېوادونو د اړیکو فصل وروسته له هغې لا ډېر غښتلی شو چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې روسیه له اوکراین څخه د کریمیا ټاپو له نیولو وروسته، لوېدیځ سره  د مخالفت نوي پړاوو ته داخله شوه او بېجېنګ د چټکې اقتصادي ودې له امله، د امریکا له اقتصادي سیالۍ او تقابل سره مخ شو.

زبرځواک هېوادونه که له یوې خوا سیاسي اختلافات لري، خو ورسره همهاله د خپلو ملي او نړیوالو ګټو لپاره خپلمنځي اقتصادي همکارۍ هم نه پرې کوي. 

د روسیې ولسمشر چین ته د تازه دوه ورځني سفر پر مهال ویلي، له چین سره یې اړیکې نړیوال ثبات ته د زیان اړولو په مانا نه دي. د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونه ترمنځ به د سياسي همکاريو ترڅنګ، د ټکنالوژۍ او اقتصادي برخو اړیکې هم لا غښتلې کړي.

ولادیمیر پوتین زیاته کړې: « د بېجېنګ او مسکو اړیکې د ثبات لپاره دي نه د چا په ضد. دواړه هېوادونه په اقتصاد، انرژۍ، سوداګرۍ او نړیوال سیاست کې ګډه همکاري کوي او روسیه به چین ته د انرژۍ مهم صادرونکی هېواد پاتې شي.»

په ورته مهال، د چین ولسمشر چې تېره اوونۍ یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوربه توب وکړ، په نړیوالو مسایلو کې د بېجېنګ او مسکو ګډه ملګرتیا او سټراټیژیکه همکاري یوه جدي اړتیا بولي او وايي، غواړي نړۍ له یو قطبۍ واک څخه خلاصه کړي او نړیوال نظام پر څو قطبي واکونو ووېشي.

شي جېنګ پېنګ ویلي: « نړۍ نن له سولې ډېره لرې شوې. یو اړخیزه واک ساتنه او سیاست خطرونه نور هم ژوروي. د ځنګلي قانون پر بنسټ نړۍ د شاتګ له خطرونو سره مخ ده. ما د ګډې ټولنې رغونې لپاره د څلور اقداماتو وړاندیز کړی چې د نړیوالې ټولنې او روسیې ملاتړ لري.»

چین ته د روسیې ولسمشر په دې سفر کې د سوداګرۍ او ټکنالورۍ په برخه کې د ګډو  همکاریو د زیاتولو په موخه، څه باندې شل تړونونه لاسلیک شوي. د ګازو د نل لیکې غځولو مهمه پروژه چې د بېجېنګ او مسکو ترمنځ یې له کلونو راهیسې د عملي تطبیق ژمنې شوې، د تړونونو په نوملړ کې نه ده شامله.

په راپورونو کې راغلي، چین چې له هرمز تنګي له لارې د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۴۵ سلنه انرژي واردوي، په دې برخه کې د رامنځته شوي بحران د مخنیوي لپاره د ایران جګړې ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی.

چین ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر داسې مهال ترسره کېږي چې  تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر هم چین د سفر پرمهال له خپل چینايي سیال سره پر دوه اړخیزو اقتصادي او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي
نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

مې 12, 2026
ایران فرانسې او بریټانیا ته د هرمز تنګي په تړاو خبرداری ورکړ
نړۍ

ایران فرانسې او بریټانیا ته د هرمز تنګي په تړاو خبرداری ورکړ

مې 12, 2026
اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی
نړۍ

د پاکستان اپوزیسیون د لنډمهاله حکومت او رڼو ټاکنوغوښتنه کړې

مې 11, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist